Home+بدن ته پیچکاري کېدونکی چیپس جوړ شو

بدن ته پیچکاري کېدونکی چیپس جوړ شو

تاند(شنبه، د ثور۲۵) د امریکا د کولمبیا پوهنتون څېړونکي د داسې کوچني چیپ په جوړولو بریالي شوي چې د پیچکارۍ په ستن د انسان بدن ته تزریق کېدای شي.

له دې سیستم یا چیپس څخه په لومړي پړاو کې د انسان د بدن د تودوښې د درجې او نورو طبي څېړنو لپاره کار اخیستل کېږي.

دا چیپ تر ۱.۰ ملي متر مکعبه کوچنی دی.

دا سیستم په حقیقت کې د دوړې هومره دی او یوازې په مایکروسکوپ لیدل کېدای شي.

څېړونکي وايي چې له دې چیپ څخه به په راتلونکې کې د وینې د فشار، د وینې د قند د اندازه کولو او د بدن د تنفسي جهاز د څېړلو لپاره کار واخیستل شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...