جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د ملکنډ د سر توتي وی له یونلیکه| دوکتور لعل پاچا ازمون

د ملکنډ د سر توتي وی له یونلیکه| دوکتور لعل پاچا ازمون

یو دروېش شاعر د کوټې له شوره ډک بازاره شاوخوا لس کیلو متره وړاندې د هوايي ډګر په لور د لفظونو آهنګین شور پسې ووتو، دا لاره نېغه تر کوچلاغه وتې ده.
پخپلې ورکې پسې ورک او لالهانده وو چې یو وخت د خړو پړو خاموشو دېوالونو د سیوريو شور ته ودرېدو، په کوڅه کې د چوپتیا ښکالو خپره وه، د خاموشو دېوالونو ور اریان دریان را کتل، لېمه یې وغوړول او په شاعرانه ژبه یې پته راکړه:
دلته د زمانې یو دروېش اوسي، د سندریزو لفظونو د خانۍ په ډیوټ کې  یې هوا څراغونه بل کړي دي، دا ور د هغو خوږو قدمونو په ښکالو ښکلی دی چې د خپلو وږمو په لپه کې د ګلونو رنګونه او څراغونه وېشي، ذهنونه او زړونه رڼوي.
دلته د زمانې هغه دروېش د ژوند په عبادت بوخت دی چې لوی ارمان یې د انسانیت، مینې او خلوص فضا جوړول دي، د خپل ارمان په ورک پل پسې د دروېشۍ کچکول په غاړه ورک دی. د انسانیت په ګاڼه ښکلي ژوند پسې ددغه ورک دروېش کچول هر وره ته په ولاړه ستړی شو، خو له خپل هدف او ارمانه وا نه وښت.
د ژوند خواږه پسرلي یې د لفظونو له شرنګ و رنګ قربان کړل.
د خړو پړو خاموشو دېوالونو سیوري ته غوږ شوو، خو د لفظونو د دروېش د پل ښکالو نه راتله، ښايي په خیال پسې ورک و، د پښتانه د کاله نغري ته یې له لوړه بامه د لمر پلوشې پخپل کچکول کې را وړلې. له ځمکې هم غږغوږ نه راخوت، د ټیلفون تڼۍ مې پسې ستړي کړې خو د غږ تصویر یې په لاس رانغی. د تبسم وښکي لاړه راغله:
ـ مشکله ده، که د دروېش پلونه واورئ او د لفظونو شور ته یې کېنئ!
راشد خټک په یوه کاڼي د وره خاموشي ماته کړه، خو لا هم په دېوالونو کې د رایسار دروېش د پښو ښکالو کڼه وه، رازق فیهم هم خپله خواري وکړه ، په شاعرانه او دروېشانه غاړه یې د تخيل نازکې ګوتې د وره پر مخ ونڅولې، خو پر شور او مستۍ یې د لفظونو له لېمو باڼه پورته نه شول.
د کوڅې خاموشي یوه ماشوم ماته کړه، پر موږ ټولو اختر شو، تبسم راوغوښت:
ـ هله پر دا وره ننوځه، دروېش ته ووایه ستا د کچکلول د شرنګ تږي راغلي دي.
ماشوم وخندل، ور یې بېرته کړ، په منډه منډه ننوت، شېبه تېره نه وه چې یو ځوان راووت، وزرونه یې چنګ کړه او موږ ټول یې پکې را ټول کړو. تسبم را ته وویل:
دا د دروېش د ورغوي بله ډیوه ده.
دروېشانه انګړ پراخه خو سپوره خوله پروت و، د ودانۍ په ښي ډډې پورې یوه جوخته خونه وه، هغه ځوان یې ور بېرته کړ.
لا مو دېواله ته پر لګېدلو ډډو، ډډې نه وې لګولې چې پر تندي د خندانه خولۍ د خولې شور په تکو سپینو جامو کې راننوت، غېږه یې پرانسته:
ـ پخیر پخیر…
له هر یوه سره یې تود روغبړ وکړ، ګیلې مانې مو پرېښودې، ګنې تر ډېره يې په وره کې درولي وو، دده په باب خبره همدا ده چې دی په کور کې هم ځان لادرکه کوي.  دده په ننداره او ور ته غوږ غوږ شوو، له ستوني یې ورو ورو یو یو لفظ راوایست، د پښتانه د ژوند په اوسني او راتلونکي وضعیت یې د لفظونو د رڼا شور خپور شو. زه او راشد خټک دده د لفظونو پټ شور په سترګو کې پوه کړو چې سړي کې ګوته شته، خو دروېشانه خوی یې دغه پټ شور مروړلی دی، ګنې دده چوپتیا له داسې مستۍ او شوره ډکه ده چې له جوماتونو هم ګردونه څنډي.
په ورو تت غږ او تر بڼو لاندې کتو کې یې د مستۍ او رنګینۍ شور چغې وهي، خو د دروېشۍ یې هر څه لولپه کړي دي.
د مینې او خلوص پر دروېشانه دسترخان یې هر څه برابر وو، دی لا له وړاندې خبر و چې د کچکول دشرنګ رڼا ته یې پتنګان ورځي، خو خپل شور یې باید پټ کړی وای، ځکه دده د شاعرانه وینا د لفظونو سیوري دومره خواږه دي چې د ژوند لارې رڼوي، نو دی به څنګه خپله رڼا په ارزانه او اسانه د نورو پلو ته غورځوي؟ باید داسې چمونه وکړي چې په یوه غږ ، دوه غږه او درې غږ چا ته غږ هم و نه کړي او ځان په يوه ګوټ کې له خپل ذکر و خیاله سره پټ کړي. ځکه دروېش دی او دروېشۍ کې بیا درانی دی، نو چې درانی دی، بیا خو پاچا دی! د پاچا لیدل خو بیا اسانه او ارزانه نه دي؟!
ست سلا یې ډېره وکړه خو موږ بل ځای څادر ایښی و. په وروستیو کې مو ترې دا واورېدل چې اوس پر خپلو کلیاتو بوخت دی. بیا لفظونه او انځورونه تخنوي، دا ځل ټول په نوې جامه کې را ټولوي، توفیق ور ته غواړو.
راشد ور ته وویل:
هره مجموعه چې دې نوې چاپېږي، په زړو انځورونو کې دې د نویو لفظونو ساه پو کوې.
سر یې را هسک کړ، سترګۍ یې ونڅولې:
ـ هو دا خو ده، هغه ورځ یوه ځوان را ته وویل چې زه ستا غزل د ځان لپاره لولم، ځان پکې ګورم، خو دا ته څه کوې؟ هغه زما د ځان د بیتونو رنګ دې بدل کړی وي، دا ولې کوې؟
موسکی شو:
ما هغه ځوان ته وویل:
تا سره هغه پخوانۍ مجموعه شته ، ویل یې، هو
ما ویل ښه چې درسره ده، ته په هماغې کې خپل ځان ګورې، درسره یې وساته. ما د ځان لپاره دا هېنداره صفا کړه، نو اوس په کلیاتو کې هم همدا خواري کوم.
ما ور ته وویل:
د سیف الرحمن سلیم د خولې خبره ده چې: خلک بلا کوي، ورځ په ورځ یې غزلې اوږدېږي، هغه زما چې دي، ورځ په ورځ لنډېږي.
نو دروېش صاحب! ته هم په زړو غزلونو کې په نویو لفظونو انځورونو ته نوې ساه بښې. د انګرېزانو په ژبه ریفرېش کوې یې.
موسکی شو:
ـ ظاهره خبره ده چې باید تازه شي او تازه ګي یې د لفظونو او کلمو په بدلون کې ده.
دی له خپل لوی شخصیت سره سره د پښتانه په خوی د مخالفت بریدونه هم نیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب