جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه پاکستان کې د افغانانو د نیولو لړۍ لاهم روانه ده

په پاکستان کې د افغانانو د نیولو لړۍ لاهم روانه ده

خبریال؛ جبارخېل (پنچشنبه، د اسد ۱۹ مه) په پاکستان کې د افغان کډوالو ژوند له هغې راهیسې له خنډ او ستونزو سره مخ کېږي چې په دغه هېواد کې امنیتي وضعیت ترینګلی شوی دی.

په پاکستان کې یو شمېر افغانانو تاند ته ويلي، په وروستيو ورځو کې ګڼ شمېر افغان کډوال نيول شوي او ځورول شوي دي.

په پېښور او اسلام اباد کې د تلاشۍ پوستې ډېرې شوې دي او په ګڼ مېشتو سیمو کې له افغانانو پوښتنې ګروېږنې زیاتې شوې دي.

یوازې په پلازمېنه اسلام اباد کې تر ۳۰۰ تنو پورې افغانان نیول شوي دي.

له بلې خوا په اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا رسنیو ته ویلي چې پولیسو د  شپې ناوخته په ایف ۱۷ سیمه کې د افغانانو کورونو ته ننوتلي او ۳۴ تنه يي له ځان سره وړي دي. په همدې حال کې د اسلام اباد پولیسو هم منلې چې په عملیاتو کې يي ۳۰ مشکوک افغانان له ځان سره وړي دي.

په اسلام اباد کې افغان سفارت وايي، پاکستاني پولیسو په دغه ښار کې په تازه چاپو کې ۲۵۰ افغان کډوال نیولي چې په ډله کې یې اسناد لرونکي افغانان هم شته. د پاکستاني پولیسو له خوا په ځانګړي ډول په اسلام اباد کې نیول کېدونکي افغانان ډېری هغه کسان دي چې د درېیمو هېوادونو د وېزو د ترلاسه کولو لپاره په وروستیو کې اسلام اباد ته تللي دي.

په اسلام اباد کې يو شمېر افغان کډوال وایې، مالی منابع يې خلاصي شوي، تر سختو اقتصادي او رواني فشارونو لاندې ژوند کوي.

څو تنو تاند ته وویل چې پولیس دې ته نه ګوري چې څوک قانوني اسناد، لکه پاسپورت او د پاکستان ویزه لري او که یې نه لري. که څوک ویزه او پاسپورت هم ولري، بې پیسو یې نه خوشي کوي. دوی نورو افغانانو ته، چې درېمګړي هیواد ته د سفر لپاره پاکستان ته ځي، سپارښتنه کوي چې د پاکستان پر ځای د افغانستان نورو ګاونډیو هیوادونو ته لاړ شي.

د پاکستان په مرکزي برخو کې يو ځل بيا د افغانانو نيول او ځورول پیل شوي – تاند (taand.net)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب