جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد پاسپورټ لپاره تذکره به نور د پاسپورت په ریاست کې تاییدیږي

د پاسپورټ لپاره تذکره به نور د پاسپورت په ریاست کې تاییدیږي

تاند (پنجشنبه، د اسد ۱۹مه) د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت په پروسه کې د اسانتیا د راوستلو لپاره اعلان وکړ چې نور به تذکرې د پاسپورت په دفتر کې تاییدیږي.

د افغانستان د پاسپورت لپاره د تذکرې لرل، لازمي دي او څرنګه چې د اکثرو خلکو تذکرې الیکترونیک نه دي نو اړتیا ده چې د پاسپورت تر ترلاسه کولو مخکې تذکره د ملي احصایې او معلوماتو په اداره کې تصویق او تایید شي. دې بهیر څو ورځو وخت ته اړتیا لرله او د پاسپورټ د تقاضاکوونکو د سرګردانۍ سبب کېده.

د کورنیو چارووزارت نن (پنجشنبه) ویلي چې له دې سرګردانۍ د خلکو د خلاصون لپاره به له دې ایسته د پاسپورت اداره په خپله د متقاضیانو د تذکرو کره والی تاییدوي.

د کورنیو چارو وزارت له خبرپاڼې سره سم، د پاسپورټ د ریاست او د ملي احصایې او معلوماتو د ادارې د معلوماتو سیستمونه له یو بل سره نښلول شوي دي.

د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته سره له دې چې د پخوا پرتله په ادارو کې رشوت کم شوی خو بې نظمي نه یوازې کمه شوې نه ده بلکې په ځینو ادارو کې لا زیاته شوې ده.

د پاسپورت اداره یوه له هغو څخه ده چې خلک ورڅخه زیات شکایت لري. په ځلونو د طالبانو حکومت د پاسپورت ورکړه ځنډولې او بیا پیل کړې ده.

خو له بلې خوا اوس تر پخوا ډیر افغانان د اقتصادي ستونزو له کبله بهر ته ځي او د پاسپورټ تقاضا زیاته شوې چې له کبله یې د پاسپورت دفتر تر فشار لاندې دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب