جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد بریتانیا پخوانی صدراعظم وايي د ښځو خلاف د طالبانو اقدامات باید...

د بریتانیا پخوانی صدراعظم وايي د ښځو خلاف د طالبانو اقدامات باید د بشریت ضد جنایت وپېزندل شي

تاند (پنجشنبه، د اسد ۱۹مه) د بریتانیا پخوانی صدراعظم ګورډن براون وايي، له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند باید د بشریت پر ضد جنایت وبلل شي.

د بریتانیا رسنیو نن د ښاغلي براون له قوله لیکلي چې د جرمونو نړیواله محکمه باید په دې برخه کې څېړنې وکړي او دا موضوع تعقیب کړي.

براون له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۰ پورې د کارګر ګوند له لوري د بریتانیا صدراعظم و.

ده د بي بي سي راډیو څلورمې شبکې ته وویل، په افغانستان کې د طالبانو مشران د بشري حقونو تر ټولو بدې سرغړونې کوي چې ساری یې د نړۍ په بل ځای کې نه دی لیدل شوی.

«د ښځو خلاف بشپړ تبعیض، له پوهنتونونو یې منع کړي، له ښوونځیو یې منع کړي، له عامه ځایونو یې منع کړي، له هر هغه فعالیته یې منع کړي چې دوی په یوازې توګه ورتلې، د داسې جامو اغوستلو ته یې مجبوره کړي چې نه یوازې د عامو مسلمانانو کالي نه دي بلکې خاصې جامې دي….»

ښاغلي براون، چې د نړیوالې پوهنې لپاره د ملګروملتو ځانګړی استازی دی، همداراز وویل«دا احتمالاً په درسته نړۍ کې د بشري حقونو تر ټولو ناوړه، تر ټولو بوږنوونکې او پراخه سرغړونه ده چې نن کېږي او په سیستماتیک ډول یې په ټول افغانستان کې میلینونه نجونې او ښځې زغمي.»

طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د ښځو د تعلیم او کار په شمول په تدریج محدودیتونه زیات کړي دي. د دوی دې ډول اقداماتو نه یوازې ولسي نارضایتي زیاته کړې بلکې د دې سبب شوي چې هیڅ هیواد د طالبانو حکومت له واک ته رسیدو دوه کاله وروسته هم په رسمیت ونه پېژني.

اکثره طالب مشران هم د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو له بندیدو سره موافق نه ښکاري.

5 COMMENTS

  1. دا ټول ظلمونه چی په افغانانو کښې ټول ستاسو انګلیسانو او ستاسو دمزدورانو له خوا کیښی تاسو باید خپله ګوته مستقیمه افغانانو ته ونه نیسی خپل غلام پاکستان باید پوهه کړی د طالب مشر افغان نه ده هغه یو پاکستانی جنرال ده چی ستاسو په مشوره ټاکل شوی ملامت په خپله یاست چی هم څیری کوی او هم یې بیرته ګنډی.

  2. Brown need to remember what he and his partner [Karzai] did for Afghanistan
    Brown remained committed to the Afghan War, but said in June 2007 that he would learn from the mistakes
    made in Afghanistan .[68] Brown said in a letter published on 17 March 2008 that the UK would eventually hold an inquiry into the war.[69][70] The Afghan Inquiry was announced on 15 June 2009; Brown said that it would investigate the UK’s role in the Afghan War and would be held in camera,[71][72] a decision which was subsequently changed.[73] Brown stated, “no British documents and no British witness will be beyond the scope of the inquiry”.[71] The announcement and nature of the inquiry were widely criticized. David Cameron dismissed the inquiry as “an establishment stitch-up”, and the Liberal Democrats threatened a boycott.[74] The open sessions of the inquiry began on 24 November 2009 and were televised from the Queen Elizabeth II Conference Centre.

  3. ټول هیوادوال خبریاست چې کچیری امریکا دا خبره په ۲۰۰۱ کې کوله چې د القاعده مشر په افغانستان کې وو او اسامه بن لادن د ۱۱ ستامبر قضیی مسول وو نو را به شو دیته چې ۱۱۵ یا ۱۲۰ کاله پخوا چې برتانیی ۳ ځلی په افغانستان برید وکړ هلته خو اسامه بن لادن نه وو کله چې شوروی اتحاد یرغل وکړ هلته خو اسامه بن لادن نه وو نو لازمه وینم چې نړیوال ټولنه یا ملګری ملتونه دې د افغانستان په د ټولو سازمان په شمول سره د افغانستان په ۱۲۰ کاله پخوا جګړو او ۴۵ کلنی جګړی او ۲۰ کلن یرغل په اړه چې ټول ناټو افغانستان ته د پاکستان په مرسته راغلی وو باید د خپلو جوړ شویو قوانینو او طرزالعملونو په اساس د نړیوال جنګي محکمی په شمول چې قاضی یی هم یو داسې هیواد چې بیطرفه وي او د افغانستان په شمول د ټولو هیوادونو او همدارنګه بی له پاکستان او ایران د نورو اسلامی هیوادونو نماینده ګان دغړی یا نماینده په شکل پدې ځانګړی محاکمه کې ګډون وکړی او د افغانستان کې د تیرو دري ۳ یرغلو هیوادونو په اړه څیړنه وکړی او لدوی څخه باید د افغان ولس په وژلو کې غرامت او تاوان واخلی او پاکستان سره ۴۵ کلن مداخلی او غیرمستقیم جګړی تاوان واخلی ځکه کابل د دوی په دستور په کنډواله بدل شو.
    پاتي شو داخلی موضوع په اړه باید افغانان هم دلته یو تیرو ۴۵ کلنو جګړو او کابل کنډواله په اړه هم ځانګړی محاکمه جوړ کړی ترڅو دلته پدې هیواد کې خاین او خادم ترمینځ توپیر وشي او هغه خادم شخص د تل لپاره د هیواد مشر وټاکي، داسې مشر چې پاکستان او ایران بیا زموږ طرف ته کاږه هم ونه ګوری

  4. د شیطان انګلیس پخوانیه صدراعظمه تاسی د واقعیت پر ‍‍ځای یعنی همدا قدیانی غلامی خچنی ږیری د شیطان انګلیس او غلیسی کاؤبائي امریکا په مرسته او پاملرنه د انګلیس چوچه پنجابی پاکستان له خوا د افغان ملت تباهی او د تاسو ګډو خائینو پلانو لپاره تربیه شویدی او دا تورو جاهلانو ته دا بل ډول تربیه شوو چورکوونکیو قاتلانو د غلیسی امریکا او شیطان انګلیس او د انګلیس چوچه پنجابی پاکستان په امر کابل په اتفاق ورته خوشۍ کړ !!!
    تاسی تربیه شویه منافقه ولی اصلی حقیقت نه وائی ؟؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب