Homeروغتیاسور چای د ستونې سرطان پیدا کوي

سور چای د ستونې سرطان پیدا کوي

تاند- ډېر خلک سهار په چای پیلوي خو یوه څېړنه وايي، هغه خلک چې سور چای څښي، ځان د ستوني د سرطان له خطر سره مخامخوي.

د سي این این د راپور له مخې، څېړونکو ته معلومه شوې، هغوی چې د سانتي ګراد تر ۶۰ درجې تود څښاک (چای) خوښوي او د ورځې تر ۷۰۰ میلي زیات چای څښي (دوې لویې پیالې) تر نورو خلکو یې په سلو کې ۹۰ د ستونې د سرطان خطر ډېر دی.

دا څېړنه د ایران د ګلستان په شمالي ولایت کې پر څه باندې ۵۰ زره تنو شوې ده.

د امریکا د سرطاني ناروغیو د ټولنې غړی او د دې څېړنې مخکښ لیکوال ډاکتر فرهاد اسلامي وايي«ډېرو خلکو ته چای، قهوه یا نور تاوده مشروبات خوند ورکوي. خو زموږ له اپور سره سم، د ډېر سور (تود) چای څښل د ستوني د سرطان خطر زیاتوي، او له همدې کبله ښه دا ده چې تود چای ته انتظار وایستل شي چې یو څه سوړ شي.»

تر دې مخکې په څېړنو کې د چای او د ستوني د سرطان ترمنځ د ارتباط څرک لګېدلی و.

خو دې څېړنې، چې د سرطان په نړیوال ژورنال کې یې پایلې چاپ شوې، د ډېر تود چای او سرطان ارتباط څرګند کړ.

د ستوني یا مرۍ سرطان په نړۍ کې یو له ۸ عامو سرطانونو څخه دی چې عموماً د انسانانو د مرګ سبب کېږي. د سرطان د نړیوالې ادارې له اټکل سره سم، هر کال شاوخوا ۴ لکه تنه په دې سرطان مري.

د امریکا د سرطاني ناروغیو ټولنه اټکل کوي چې په روان ۲۰۱۹ م کال کې به د نارینه وو ۱۳۷۵۰ او د ښځو ۳۹۰۰ نوې کېسونه تشخیص کړي.

څېړونکي وايي، نورو څېړنو ته اړتیا ده چې د سور چای او د ستوني د سرطان د ارتباط څرنګوالی ثابت کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...