سه شنبه, مې 7, 2024
Homeمقالېاقتصادد شرکت ټولنیز مسوولیت یا (Corporate Social Responsibility- CSR)

د شرکت ټولنیز مسوولیت یا (Corporate Social Responsibility- CSR)

نصیراحمد نظري

ځینې وخت د یو شمېر شرکتونو یا کارخونو په باب شکایتونه کیږي چې له خپلو کارکوونکو سره سم مناسب چلند نه کوي، د خپلو فعالیتونو له وجې شاوخوا چاپېریال ته زیان رسوي او یا د مصرف‌کوونکو حقوقو ته درنای نه کوي. په کابل ښار کې د هوا له ککړېدو سره د ځینو فابریکو د فعالیت په اړه ورته پوښتنه راپورته شوې دي او ویل کیږي چې یو شمېر فابریکو په خپلو زهري لوګیو سره د کابل هوا نوره هم ککړه کړې ده. د شرکتونو یا کارخونو په اړه دا ډول شکایتونه په ټولنه کې د هغه شرکت محبوبیت زیانمنوي او د هغه شرکت په اړه د منفي عمومي افکارو د ایجادېدو لامل کیږي. په حقیقت کې دا ډول شرکتونه یا کارخونې خپل ټولنیز مسوولیت په ښه توګه نه ترسره کوي.

د شرکت ټولنیز مسوولیت یا (CSR) د کسب‌وکار هغه ماډل دی په کوم کې چې یو شرکت یا کمپنۍ خپلې چارې په خپله تنظیموي او ځان د خپلو سټېک‌هولډرانو او په مجموع کې د ټولنې په وړاندې مسوول ګڼي. مانا دا چې د ټولنیز مسوولیت له مخې، شرکت یا فابریکه په یوه سیمه کې داسې فعالیت کوي چې نه یوازې هغې ټولنې ته زیان نه رسوي، بلکې خپلې چارې داسې مخ ته بیايي چې ټولنې او شاوخوا چاپېریال ته یې خیر او ښېګڼه رسیږي؛ په خپلو فعالیتونو کې چاپېریالي ستونزو او ټولنیزو اندېښنو ته جدي پاملرنه کوي او هڅه کوي چې په شاوخوا سیمو باندې د خپلو فعالیتونو منفي تاثیرات کابو کړي.

د شرکت ټولنیز مسوولیت ته ځینې وخت د شرکت تابعیت (corporate citizenship) هم ویل کیږي. د شرکت د ټولنیز مسوولیت له مخې، شرکتونه مسوول دي چې د خپلو فعالیتونو په ټولو برخو کې خپل سټېک هولډرز په پام کې ولري.

د پایدارې پرمختیا لپاره د نړیوال کسب‌وکار د شورا (۱۹۹۹) د تعریف له مخې: د شرکت ټولنیز مسوولیت د یوه شرکت هغه دوامدار ژمنه (تعهد) ده چې له مخې یې شرکت په خپلو فعالیتونو کې اخلاقي اصول مراعتوي او له اقتصادي ودې سره مرسته کوي؛ په ورته وخت کې د خپل کاري ځواک (کارکوونکو) او د هغوی د کورنیو، دغه راز د ځايي خلکو او په ټوله کې د اړوندې ټولنې د خلکو د ژوندانه د کیفیت لوړوالي کې کوښښ کوي.

اِنډین اِنجُوزټکی کام (۲۰۰۷) لیکي: د شرکت ټولنیز مسوولیت د کسب‌وکار (بیزنس) یو داسې بهیر دی چې په لړ کې یې بنسټ او د هغه کارکوونکي د خپل کار د هغو مستقیمو او غیر مستقیمو اغیزو په اړه حساس او محتاط وي چې په داخلي او بهرنیو ټولنو، طبیعت او نړۍ باندې یې ښندي.

د شرکت ټولنیز مسوولیت (CSR) چې څومره د یوې ټولنې لپاره ګټور دی، هغومره خپله د شرکت لپار مهم او ارزښتمن ثابت شوی. د ټولنیز مسوولیت اداکول کولی شي چې د کارکوونکو او شرکت ترمنځ پیاوړې اړیکې ایجاد کړي، له اخلاقي پلوه شرکت ښه نوم وباسي او له بېرونۍ نړۍ سره د شرکت د کارکوونکو او آمرینو اړیکې ګټورې ایجاد شي.

څرنګه چې د ټولنیز مسوولیت اړوند فعالیتونه د ګڼو کمپنیو د نوم، باور او مالي ګټو لپاره ګټور ثابت شوي؛ نو زیاتې کمپنۍ او شرکتونه اوس په لاندې څلور ډوله فعالیتونو باندې تمرکز کوي:

  1. د چاپېریال ساتنې اړوند فعالیتونه: ګڼې فابریکې یا شرکتونه هڅه کوي چې د خاورو خځلو په لمنځه وړلو او د کاربن په کمولو سره خپل شاوخوا چاپېریالونه پاک او ستره وساتي.
  2. د خیرښېګڼې فعالیتونه: فابریکې یا شرکتونه له خیریه بنسټونه سره د مالي مرستو، تولیداتو یا خدمتونو د کمک له لارې خپل ټولنیز مسوولیت ادا کوي. لویې کمپنۍ په ځايي ټولنو کې له خیریه پروګرامونو او آن د پروژو په تطبیق کې ونډه اخلي.
  3. له کارکوونکو سره ښه اخلاقي چلند: له خپلو کارکوونکو او کارمندانو سره اخلاقي او له انصافه ډک چلند هم کولی شي د یوې کمپنۍ ټولنیز مسوولیت رفع کړي.
  4. رضا کاره چارې ترسره کول: د کوم امتیاز له ترلاسه کولو پرته ځینې ښه فعالیتونه ترسره کول څرګندوي چې هغه شرکت یا کمپنۍ واقعاً د یوې ټولنې د پرمختګ او رفاهیت لپاره ژمنه ده.

په دې سربېره، یوه کمپنۍ کولی شي له غریبو او بې وزلو کسانو سره د مرستو، په خپلو ادارو او کارخونو کې معیوبو او معلولو کسانو ته روزنې د ورکولو، د طبیعي پېښو پرمهال له زیانمنو کورنیو سره د کومکونو او داسې نورو خیریه چارو په ترسره کولو سره خپل ټولنیز مسوولیت ادا کړي.

لنډه دا چې که یوه فابریکه یا شرکت په خپلو ورځنیو فعالیتونو کې چاپېریالي موضوعاتو ته جدي پاملرنه وکړي ـ په خپلو فعالیتونو سره شاوخوا محیط ککړ نه کړي ـ، له خپلو کارکوونکو سره مناسب چلند ولري او د شاوخوا ټولنو سره په ځینو خیریه کارونو کې ونډه واخلي؛ نو په دې سره د فابریکې او ټولنې ترمنځ مثبتې اړیکې جوړیږي، فابریکه په ټولنه کې محبوبیت ترلاسه کوي چې پایله به یې بریا او لوړه ګټه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب