Homeخبرونهمتحده ایالاتو د سوریې پر یو شمیر چارواکو بندیزونه لګولي

متحده ایالاتو د سوریې پر یو شمیر چارواکو بندیزونه لګولي

تاند(جمعه، د سنبلې ۱) متحده ایالاتو د سوریې پر یو شمیر لوړ پوړو چارواکو او د پوځي واحدونو پر قوماندانانو بندیزونه لګولي دي.

دغه اقدام په داسې وخت کې کیږي چې واشنګټن په سوریه کې د بشارالاسد حکومت د مرستو د بندولو هڅې پیل کړي دي.

د خزانې وزارت یوه اعلامیه چې پرون یې خپره کړه وویل چې د ولسمشر اسد ویاند، لونا الشبل او په سوریه کې د بعث ګوند مشهور غړي، محمد عمار ساعاتي بن محمد باندې بندیزونه لګول شوي دي.

په عین حال کې، د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یوه بیان کې وویل چې متحده ایالات او د هغې متحدین به د سوریې پر ولسمشر بشارالاسد او د هغه په ​​پلویانو خپلو فشارونو ته دوام ورکړي تر څو چې سیاسي بحران حل نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...