یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهخليلزاد پر ډاکټر امين بريد غندلی او د سولې خبرو د پيلېدو...

خليلزاد پر ډاکټر امين بريد غندلی او د سولې خبرو د پيلېدو غوښتنه یې کړې

تاند(جمعه، د سنبلې ۱) د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پر ډاکټر عبدالباقي امين بريد په کلکو ټکو غندلی او ټینګار يې کړی چې افغانستان د سولې يو ستر فعال له لاسه ورکړ.

خلیلزاد نن سهار پر خپل ټوېټر ليکلي، ډاکټر عبدالباقي امين د پراخ فکر لرونکی عالم و او د افغانستان سولې ته يې د پام وړ ژمنتیا لرله.

نوموړي د امين وژنه د هغه چا کار بللی چې غواړي د افغانستان د سولې خبرې وځنډېږي.

خلیلزاد دغه ترهګريز بريد غندلی او د ښاغلي امين له کورنۍ، دوستانو او د افغانستان له خلکو سره یې خواخوږي څرګنده کړې.

هغه ويلي، د ډاکټر امين قربانۍ ته په درناوي دې ټول اړخونه تاوتريخوالی کم کړي او ژر تر ژره دې خبرې پيل کړي.

نوموړی زیاتوي، د سولې خبرو د ځنډ لپاره هېڅ موجه دليل نشته او دواړه خواوې دې ژر تر ژره خبرې پیل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب