یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکلیو پراختیا وزارت: د ۲۸۰ملیون ډالرو په ارښت له بېوزلو سره مرسته...

کلیو پراختیا وزارت: د ۲۸۰ملیون ډالرو په ارښت له بېوزلو سره مرسته کېږي

تاند(جمعه، د سنبلې ۱) د کلیو پراختیا وزارت خبر ورکوي چې د ملي دسترخوان له لارې شاوخوا پنځه میلیونه بېوزله کورنیو سره مرستې کوي.

ددغه وزارت وزیر مجیب الرحمن کریمي په خبره دا پروګرام به په دوو پړاوونو سره پیل شي، لومړی پړاو یې د ښاري تړون پروګرام له لارې د ۳۴ولایتونو ۱۲۳ولسوالیو پر ۱۲۸۰۰کلیو کې عملي کېږي نوموړی وايي، د لومړي پړاو لپاره ۸۶ میلیونه ډالره بودیجه ځانګړې شوې چې په دې پړاو کې به ۱،۶۷ میلیونو بېوزله کورنیو ته بشري مرستې ورسېږي.

کریمي زیاتوي چې د ملي دسترخوان دویم پړاو به په ۲۳۴ هغو ولسوالیو کې پلي کېږي چې د ښاري تړون پروګرام کې شاملې نه دي.

هغه وایي چې دغه پړاو لپاره ۱۵۸میلیونه ډالره بودیجه ځانګړې شوې ده چې ۲،۵میلیونه کورنیو ته به بشري مرستې ورسيږي.

دا پروسه داسې مهال پیلیږي چې تر دې وړاندې د افغانستان ولسي جرګې ددې پروګرام بودیجه د خاص میکانیزم د نشتوالي له کبله په اکثریت رایوو سره رد کړې وه.

د یادونې وړ ده چې نړیوال بانګ ددې پرګرام لپاره ۲۸۰ میلیونه ډالره ځانګړې کړي دي چې د افغان حکومت لخوا به په دوو پړاوونو سره پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب