یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد سولې ولسي مجمع: حکومت د مشورتي لویې جرګې پرېکړې ته احترام...

د سولې ولسي مجمع: حکومت د مشورتي لویې جرګې پرېکړې ته احترام نه لري

تاند، جمعه، د اسد ۳۱: د سولې د ولسي مجمع غړو پرون پنجشنبه کابل کې د یوې ناستې په ترڅ کې په یو غږ دسولې پر وړاندې د شته خنډونو د له منځه وړلو او حل لارو غوښتنه وکړه.

د سولې د ولسي مجمع غړو وویل حکومت د مشورتي لویې جرګې پرېکړې ته احترام نه لري او د بین الافغاني خبرو ځنډ غواړي. دوی په حکومت او طالبانو غږ وکړ چې ژر تر ژره دې بندیان ازاد کړي.

یادې ناستې ته راغلو کسانو حکومت ته په اشارې سره وویل: «که استقلالیت لري نو خپل صادر شوی فرمان دې تطبیق کړي.»

دوی د سولې پروسې د ځنډېدو په هکله انېښنه وښوده او په دواړو خواوو یې غږ وکړ چې په دې برخه کې له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخلي او د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره زمینه برابره کړي.

یادو کسانو د حکومت مذاکراتي ټیم نیمګړی وباله او نیوکه یې وکړه چې ولس ته پکې ونډه نه ورکړل شوې.

د یادې مجمع د رهبرۍ شورا غړي مولوي ترخیل وویل: « افغان ولس نور سوله غواړي او د افغانانو ترمنځ دخبرو لپاره د فرانسې اواسترالیا فرمان ته ارزښت ورکول د ولس سره ستر خیانت او په ښکاره د سولې په لار کې خنډ جوړول دي.»

دوی په کابل ښار کې د قاصد مرکز پر مشر او د پوهنې وزارت د علمي شورا پر رئیس عبدالباقي امین وروستی برید غندلی او له ولس څخه یې غوښتنه کړې چې د دا ډول وژنو پوښتنه وکړي.

ددوی په خبره که د ولس غوښتنې ونه منل شي نو د سولې ولسي مجمع به په لویو لاریونو لاس پورې کړي.

د ولسي مجمع غړي همدا راز د ولسمشر غني پر هغو څرګندونو غبرګون ښيي، چې د پاتې طالب بندیانو په خلاصون سره به اروپا او بریټانیا ته د نشه یي توکو د قاچاق یوه نوې څپه پیل شي.

1 COMMENT

  1. حکومت په ښکاره د سولې مخالفت کوي د خپلې نمايشي جرګې پرېکړه هم نه مني او بې ځايه خنډونه اچوي، افغان ملت بايد ددې پرديپالو او ټاميانو مخنيوی وکړي او پر وړاندې يې سوله ييز مقاومت ته اړتيا ده.
    سوله ملي ارمان دی او هېڅوک يې مخنيوی نه شي کولای. ان شاءالله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب