یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد چمن- سپین بولدک لاره په عادي ډول د خلکو پر مخ...

د چمن- سپین بولدک لاره په عادي ډول د خلکو پر مخ بېرته پرانیستل شوه

تاند، جمعه، د اسد ۳۱مه: د کندهار ځايي چارواکي وايي د چمن- سپین بولدک لار په عادي ډول د خلکو پر مخ بېرته پرانیستل شوه.

د چمن –سپین بولدک لاره چې د کورونا وبا له کبله شاوخوا شپږ میاشتې د خلکو پر مخ تړل شوې وه نن بېرته په عادي ډول پرې تګ راتګ پیل شو.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي رسنیو ته ویلي، سپین بولدک ولسوالۍ کې د پاکستان او افغانستان سرحدي پولیسو ددې لارې پر بیا پرانیستل کېدو سلا کړې او په خبره یې خلک کولی شي تر دې وروسته د پخوا په څېر د تذکرې او شناختي کارډ په لرلو پر دې لار تګ راتګ وکړي.

په ورته مهال د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق هم په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د چمن -سپین بولدک لاره نن د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې ده.

پاکستان شپږ ماشتې مخکې د کورونا د مخنیوي په موخه دغه لاره د خلکو پر مخ تړلې وه چې د فرضي کرښې دواړو خواوو ته یې څو ځلې د خلاصون لپاره پراخ لاریونونه او نښتې شوي دي.

د تېر لوی اختر په شپه پاکستاني لوري پر افغان ځواکونو او د عامه خلکو پر کورونو برید وکړ چې په لسګونو ملکیانو ته یې مرګژوبله واړوله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب