یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: د کابل ښار په امنیتي حوزو کې روان وضعیت د...

ولسمشر غني: د کابل ښار په امنیتي حوزو کې روان وضعیت د منلو وړ نه دی

تاند، جمعه، د اسد ۳۱مه: ولسمشر محمد اشرف غني د کابل ښار روان وضعیت ته په کتلو له امنیتي مسؤلینو وغوښتل چې د امنیت د تامین په موخه عاجل او عملي اقدامات تر سره کړي.

ولسمشر غني دغه څرګندونې د کابل ښار له امنيتي مسؤلينو سره د لیدنې پر مهال وکړې او پر مسؤلینو یې نیوکه وکړه چې د کابل ښار په امنیتي حوزو کې روان وضعیت ورته د منلو وړ نه دی.

نوموړي د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د ۱۰۱ کلیزې د لمانځلو په ورځ په کابل ښار د شوي راکټي بریدونو په هکله د ټولو ابعادو د څیړلو غوښتنه وکړه.

د خپلواکۍ د بېرته ګټلو په ورځ په کابل ښار له مختلفو لورو ۱۴ راکټونه ولګېدل چې درې کسان یې ووژل او ۱۶ نور پکې ټپیان شول.

هغه وویل، وسله وال مخالفين څه ډول وتوانېدل چې د دومره جدي امنیتي تدابیرو سره د خپلواکۍ په ورځ دغه ډول کړنه ترسره کړي.

ښاغلي غني د کابل امنیې قوماندانۍ ته لارښوونه وکړه، څو له زورواکو او هغو کسانو سره چې ناامنۍ رامنځته کوي او د امنیتي برنامې د عملي کېدو خنډ ګرځي قانوني او جدي چلند وکړي.

په دغه ناسته کې ولسمشر وویل، د پولیسو په چارو کې دې د زورواکو د مداخلې په جدي توګه مخنیوی وشي.

محمد اشرف غني د کابل ښار د امنیت د لا ښه والي او امنیتي تړون د تطبیق په موخه لارښوونه کړې چې د ملي امنیت سلاکار تر نظر لاندې دې ټول امنیتي مسوولین د کابل ښار د امنیت د تامین په خاطر عاجل او عملي اقدامات وکړي.

دغه ناسته په داسې مهال تر سره کېږي چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې بمي چاودنو زور اخیستی دی. په وروستي بمي برید کې د قاصد مرکز مشر او د پوهنې وزارت د علمي شورا رئیس عبدالباقي امین ووژل شو.

3 COMMENTS

  1. ولس مشر سیب ایا ته په دی نه پوهیږی چی د کابل شار امنیت تاسو په خپله خرابه کړیدی هغه(خوشحالسعادات) چی امنیت راوستی وه له دندی مو لری کړه لنډاغر دی راوستل اوس امنیت غواړی که تاسو ریښتیا هم د امنیت په فکر کی وی نو سعادات به مو سپورت کړیوه او د هغه په شان نور مخلیص کسان به مو په دندو کګولی وه.

  2. ترڅو چې حوزې او مهمې پوستې په پيسو پلورل کېږي د امنيت ټينکول او د جنايي پېښو مخنيوی خيال او خوب دی، په کابل کې هره ورځ په لسګونه جنايي پيښې کېږي همداسې بمونه او چاودنې کېږي….
    د پوليسو په صفونو کې پراشوټي جنرالان، قومي او ژبني متعصبين او نااهله مسوولين موجود وي د مثبت بدلون فکر هم ونه کړئ مګر منفي بدلون ورځ تربلې زياتېږي.

  3. سلام
    کله موږ د پښتو ژبې دومره پېچلو برخو باندې بحث او نیوکه کوو چې له مبالغې هم اوړی او ښایی دډېروکمو لوستونکو سر ور باندې خلاص شی خو بیا داسې هم شته له امنیت اخوا وضعیت :
    ۱۰/۲
    سیب = مڼه دکندهار خلک مڼې ته سیب وایی
    شار =ښار سرشار
    خوشحالسعادت = خوشحال /خوشال سعادت
    دندی/دندو = ډنډې
    لری= لېرې/لرې
    لنډاغر= لنډه غر
    رییښتیا = رښتیا
    سپورت = مرسته
    مخلیص= مخلص
    ککولی = لګولی
    د پښتو اکادمی څېړنوال،محقق ،سر محقق او نور……. داملاء او انشاء مشکل لری نو دانور خلک خو هسې عامه خبره ده.حساب به کوو دوروری له منځه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب