یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهزاخاروفوا، روسیه د افغانانو ترمنځ د بندیانو د ژر تبادلې او خبرو...

زاخاروفوا، روسیه د افغانانو ترمنځ د بندیانو د ژر تبادلې او خبرو غوښتونکې ده

تاند (جمعه، د اسد ۳۱) د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویندویې د پنجشنبې په ورځ وویل، مسکو هیله لري چې د افغانستان د حکومت او د طالبانو د تحریک ترمنځ د بندیانو د تبادلې په برخه کې ستونزې به د بین الافغاني خبرو خنډ نه شي.

د روسیې د باندنیو چارو وزارت ویندویې ماریا زاخاروفوا په یوه خبري غونډه کې وویل «موږ د طالبانو له لوري له امریکا سره د فبرورۍ د ۲۹ نېټې له موافقې سره سم د پولیسو او اردو د زر تنو غړیو د خلاصون هرکلی کوو، او د پاتې بندیانو د خلاصون په اړه د افغانستان د ولسمشر د هغې پرېکړې د ژر عملي کېدو تمه لرو چې له مشورتي لویې جرګې وروسته یې وکړه.»

اغلې زاخاروفوا د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل لپاره د خبرواترو په لاره کې د نویو خنډونو په اړه د راپورونو یادونه وکړه، ویې ویل «دا (راپورونه) پر بهرنیو اتباعو په تروریستي حملو کې د ۶ تنو سختدریځو د لاس لرلو او د کابل د وروستۍ غوښتنې په باب دي چې د طالبانو له لوري د شاوخوا ۲۴ ځانګړو افغان ځواکونو د خلاصون په اړه دي. موږ هیله لرو چې دا مسلې به د سوله ییز دیالوګ مخه ونه نیسي او په لنډ وخت کې به حل شي.»

د اغلې زاخاروفوا په وینا د افغانانو ترمنځ خبرې هم د افغانانو او هم د افغانستان د بهرنیو شریکانو په ګټه دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره اوونۍ د ۵ زره طالب بندیانو له منځه د پاتې ۴۰۰ بندیانو د خلاصون په اړه د مشورتي لویې جرګې له پرېکړې سره موافقه وکړه خو وروسته استرالیا او فرانسې ورڅخه وغوښتل چې هغه افغان سرتېري خوشي نه کړي چې د دوی پر ځواکونو یې حملې کړي دي.

طالبان د دغو ځواکونو د خلاصون غوښتونکي دي.

په عین حال کې د افغانستان حکومت وویل چې د طالبانو دا ادعا چې زر تنه افغان امنیتي خواکونه یې خوشي کړي، سمه نه ده او شاوخوا سل تنه کومانډو ځواکونه لا هم له طالبانو سره بندیان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب