شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهټرمپ: که د امریکایانو د وژلو لپاره انعامونه ورکړل شوي وي، غچ...

ټرمپ: که د امریکایانو د وژلو لپاره انعامونه ورکړل شوي وي، غچ به ترې واخلو

تاند (پنجشنبه، د اسد ۳۰) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن وویل، که ثابته شي چې په افغانستان کې پر امریکايي پوځیانو د حملو لپاره نورو هیوادونو انعامونه ټاکلي دي، امریکا به غچ ورڅخه واخلي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ښاغلي ترمپ په دې اړه څه ونه ویل چې ایا د خپل هیواد د استخباراتي ادارو د راپور په اړه یې دریځ بدل شوی او که نه دی.

مخکې ټرمپ د استخباراتي ادارو دا راپور تایید کړی نه و چې ویلي یې و روسیې پر امریکايي پوځیانو د حملو په وړاندې طالبانو ته انعامونه ټاکلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم دا راپورونه تایید کړي او ویلي یې دي چې ورته کار ایران هم کړی دی.

خو ټرمپ، چې په امریکا کې له روسیې سره د ځانګړو اړیکو په لرلو تورن دی، د روسیې له لوري د طالبانو د ملاتړ راپورونه نه تاییدوي او ویلي دي چې پر هغو باور نه کوي.

روسیې دا رپورونه رد کړي دي.

سي این این روانه میاشت د امریکا د استخباراتي ادارو په قول راپور ورکړ چې ایران هم په افغانستان کې پر امریکايي پوځیانو د حملو په خاطر طالبانو ته د پیسو او وسلو انعامونه منلي دي.

ایران هم دا رپورونه رد کړي دي.

ټرمپ نن (پنجشنبه) په سپینه ماڼۍ کې د عراق له صدراعظم سره په غونډه کې خبریالانو ته وویل«که ثابته شي چې دا راپورونه حقیقت لري، موږ به سخت ګوزار ورکړو.»

د کانګریس دیموکرات غړي او نور منتقدان پر ټرمپ تور پورې کوي چې د نوومبر په میاشت کې د بیا انتخابېدو په غم کې دی او د امریکايي پوځیانو مرګ ژوبلو ته اهمیت نه ورکوي.

د نوومبر په درېمه نېټه د امریکا د ولسمشر انتخابات دي او د دیموکرات ګوند کاندید جو بایډن د ټرمپ په وړاندې کاندید دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب