Homeخبرونهد مانچستر ښاروال د خپلواکۍ د جشن لپاره د افغانانو پر راټولېدا...

د مانچستر ښاروال د خپلواکۍ د جشن لپاره د افغانانو پر راټولېدا نیوکه وکړه

تاند (پنجشنبه، د اسد ۳۰) د بریتانیا آی ټي وي تلویزیوني چاینل وايي تېره شپه سلګونه افغانان د مانچستر ښار تر ټولو په مهم او له ګڼې ګوڼې ډک واټ کې راټول شول چې له بریتانیا څخه د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ د بېرته اخیستو یوسلو لومړۍ کالیزه ولمانځي.

د راپور له مخې، په ویدیويي تصویرونو کې افغانان لیدل کېږي چې د خپل هیواد ملي بیرغ یې په لاسونو کې دی او اورلوبه کوي.

پولیس چارواکي وايي، دوی مجبوره شول چې د ویلیم سلو واټ یوه لویه برخه د ترافیکو پرمخ وتړي.

خو سیمه ییز ښاروال احمدعلي د غونډې برخوال په دې وغندل چې د مقرراتو خلاف راټول شوي او د خپل هیواد د خپلواکۍ جشن لمانځي.

ده وویل«موږ له دې نظره اعتراض نه لرو چې دوی ولې د خپلواکۍ کالیزه لمانځي بلکې زموږ انتقاد په دې دی چې د قرنطین په اوسنیو شرایطو کې باید خلک راټول نه شي ځکه چې کورونا خپرېږي.»

د علي احمد په وینا د کورونا وبا د مخنیوي لپاره پر غونډو او د ګڼې ګوڼې پر جوړولو بندیز دی.

ده وویل چې په مانچستر کې بېلابېل ملتونه اوسي چې مختلف کلتورنه، ژبې او عقاید لري چې ورته درناوی لري.

د مانچستر ښاروال دا هم وویل«موږ په ۲۰۱۸ یا ۲۰۱۹ کال کې نه یوو، دا ۲۰۲۰ کال دی او موږ د کورونا وبا په خاطر په بیړني حالت کې ژوند کوو.»

د آی ټي وي د راپور له مخې، افغانان هر کال په مانچستر کې د خپلواکۍ ورځ لمانځي ځکه چې دوی په ۱۹۱۹ م کال له بریتانیا څخه د خپلو هیواد بشپړه خپلواکي په همدې ورځ بېرته اخیستې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...