یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد کابل د ۹ امنیتي حوزې یوه کارمنده ادعا کوي چې همکارانو...

د کابل د ۹ امنیتي حوزې یوه کارمنده ادعا کوي چې همکارانو ځورولې ده

تاند، پنجشنبه، د اسد ۳۰مه: په کابل کې د نهمې امنیتي حوزې د کشف څانګې یوه ښځینه کارمنده ادعا کوي چې د دې حوزې جنايي مدیر ترې نامشروع غوښتنې لرلې او د جنسي ځورونې قرباني شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ددغې ادعا په مقابل کې ویلي، دوی په دې هکله خپلې څېړنې پیل کړي دي.

د دغه ویاند طارق آرین یادې قضیې ته په اشارې سره وايي، چې د نهمې امنیتي حوزې د یوې ښځینه افسرې ادعا دوی ته رسېدلې او تر څېړنو وروسته به له خلکو سره معلومات شریک کړي.

تر دې وړاندې د فاطمې احمدي په نوم یوې مېرمنې چې ځان یې د نهمې امنیتي حوزې کارمنده ښودلې، په ټولنیزو رسنیو کې یې عکسونه خپاره شوي وو او د دغې حوزې له مسؤلینو څخه یې شکایت درلود.

هغه وايي په دې هکله یې څو ځلې د کورنیو چارو په وزارت کې مسؤلو ارګانونو ته شکایت کړی، خو تر دې دمه دغو شکایتونو ته رسېدنه نه ده شوې.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د پولیسو په لیکو کې د جنسي ځورونې راپورونه خپاره شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب