یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهارګ وایي په مشورتي لویه جرګه ۱۱۷ میلیون افغانۍ لګول شوې

ارګ وایي په مشورتي لویه جرګه ۱۱۷ میلیون افغانۍ لګول شوې

تاند(پنج شنبه، د اسد ۳۰) د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په مشورتي لويه جرګه ۱۷۱ مېليون افغانۍ لګېدلي دي او پاتې سپول شوې دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي نن پر خپل ټوېټر ليکلي، د مشورتي لويې جرګې لپاره ۳۳۰ مېلیونه افغانۍ بودجه ټاکل شوې وه خو له دې منځه يوازې ۴۸ سلنه يې په جرګه مصرف شوې او پاتې ۵۲ سلنه سپما شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د مشورتي لويې جرګې لپاره ځانګړې شوې بودجې د خلکو پراخ غبرګونونه راوپارول او دا پیسې يې د دې چارې تر لګښتونو ډېرې بللې وي.

دغه راز خلکو اندېښنه څرګنده کړې وه چې په دې پیسو کې هم ښايي پراخ فساد او درغلي وشي او شخصي جيبونو ته لاړې شي.

مشورتي لويه جرګه د روانې زمري مياشتې له ۱۷مې تر ۱۹مې کابل کې جوړه شوه او د افغان حکومت ته يې د ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشي کولو مشوره ورکړه.

خو تر دې مشورې او دومره لګښت وروسته هم تر دې مهاله افغان حکومت دغه زندانیان نه دي خوشي کړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب