یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاوباما: ټرمپ د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ مستحق نه دی

اوباما: ټرمپ د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ مستحق نه دی

تاند(پنج شنبه، د اسد ۳۰) د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر بارک اوباما په ډیموکراتیک ملي کانګرس سختې نیوکې کړې، او ویلې یې دي چې، نه یوازې سپینه ماڼۍ د ټرمپ وړ نه ده، بلکې هغه د امریکا د خلکو له اساسي اصولو هم سترګې پټوي.

اوباما وايي د متحده ایالاتو اوسنۍ اداره به زموږ دیموکراسي له منځه یوسي.

هغه زیاته کړه د امریکا ولسمشر دې دندې سره برابر نه دی هیڅ وده یې نه ده کړې، ځکه ارزښت یې نه لري.”

د نوموړي په خبره، “د ولسمشر ټرمپ د ولسمشرۍ پایله دا شوه چې نړۍ کې د امریکا ویاړلی نوم کمزوری او ډیموکراټیک بنسټونه بې مخینې وګواښل شول.”

اوباما دا وینا په فلادلفیا ښار کې د امریکا د انقلاب تاریخي موزیم چې د خپلواکۍ اعلامیه پکې لاسلیک شوې وه وړاندې کړه.

اوباما وايي چې هغه په ​​پیل کې تمه درلوده چې ټرمپ به د وخت په تیریدو سره د ولسمشر په توګه له دندې خپله استعفاء وکړي، خو اوس دې پایلې ته رسیدلی چې نه یوازې دا کار یې ونه کړو، بلکې یو کار یې هم په سم ډول ترسره نه کړو.

اوباما زیاتوي چې، ټرمپ خپل قدرت یوازې د خپلو ملګرو او کورنیو په ګټه کارولی دی.

ډونالډ ټرمپ د بارک اوباما د خبرو په غبرګون کې وویل چې د امریکا بد وضعیت ورته د اوباما له خوا راپاتې شوی و، د امریکا خلک له اوباما ستړې شوې وه نو ځکه یې زه د ولسمشرۍ لپاره انتخاب کړم، او بله خبره دا چې اوباما د بایډن ملاتړ کوي.

د ډونالډ ټرمپ د واک په موده کې دا لومړی ځل وو چې، د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما په ډونالډ ټرمپ توندې نیوکې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب