پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهپه بدخشان ولایت کې نن بیا زلزله احساس شوه

په بدخشان ولایت کې نن بیا زلزله احساس شوه

تاند (جمعه، د جدې ۲۲ مه) له پرونۍ زورورې زلزلې وروسته نن بله زلزله، چې مرکز یې بیا هم په بدخشان ولایت کې و، احساس شوه.

د جرمني د زلزله پېژندنې ادارې د راپور له مخې، د دې زلزلې شدت د ریښتر په حساب ۴ اعشاریه ۲ درجې و او مرکز یې د فیض اباد ښار د جنوب ختیځ په ۶۲ کیلومترۍ کې و.

دا په یوه اوونۍ کې درېیمه زلزله ده چې په بدخشان ولایت کې کېږي.

پرون یوې زورورې زلزلې د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو ګڼې سیمې ولړزولې.

د جرمني د زلزله پېژندنې ادارې پر اساس، د دې زلزلې، چې د افغانستان د غرمې په یوولس بجې او ۵۶ دقیقې وشوه، شدت د ریښتر په حساب ۶ اعشاریه ۴ درجې و.

خو رویټرز خبري اژانس د اروپا د مدیترانې د زلزله پېژندنې د مرکز پر اساس، د دې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه ۲ ښوولی دی.

د دې زلزلې ټکانونه د کابل په شمول د افغانستان په یو شمېر ختیځو ولایتونو او همداراز په پاکستان، تاجکستان، ازبکستان قرغیزستان، او هندوستان کې هم احساس شوي دي.

د دې زلزلې مرکز د بدخشان ولایت له مرکز فیض اباد  څخه ۶۷ کیلومتره لېرې تر مځکې ۲۰۸ کیلومتره لاندې ښوولی شوی دی.

وړمه ورځ هم په بدخشان کې زلزله احساس شوې وه چې شدت یې نننۍ ته ورته بلل شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب