سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهد کندهار له حقانیه مدرسې ۴۹ نوي ځوانان فارغ شول

د کندهار له حقانیه مدرسې ۴۹ نوي ځوانان فارغ شول

تاند (جمعه، د جدې ۲۲ مه) په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دغه ولایت له حقانیه مدرسې څخه د ۴۹ نویو ځوانانو د فراغت خبر ورکړی.

سرچینې ویلي، چې په دې فراغت غونډو کې طالب چارواکو په مدرسو کې د عصري زده کړو پر موجودیت هم ټینګار کړی.

ویل شوي، چې په فارغو کسانو کې ۷ نجونې هم شاملې دي.

 د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د نارینه فارغانو برعکس، د دغو نجونو عکسونه نه دي خپاره کړي.
ویل شوي، چې په دغو مراسمو کې په پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف هم وینا کړې ده.
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، په افغانستان کې د طالبي مدرسو شمېر په بېساري ډول زیات شوی او سختو نیوکو سره مخ دی.
له دې سره، له افغان نجونو څخه له شپږمو ټولګیو د پورته زده کړو حق اخیستل شوی او په نارینه ښوونځیو کې هم د طالباني فکر د اغېزو زیاتیدو ادعاوې کیږي.
طالب چارواکو بیا- بیا په خپلو مدرسو کې د عصري زده کړو پر موجودیت ټینګار کړی، خو نه یې دي ویلي چې ولې یې په لوی لاس د عصري زده کړو د مستقلو مرکزونو هڅې کمرنګه کړې دي.

1 COMMENT

  1. د ملی خائینو کمونیستانو کودتا له برکته افغان اوسنۍ نسل به قادیانی چړیان وی !!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب