سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهد بشري حقونو په نقض د پاکستان تورنېدل

د بشري حقونو په نقض د پاکستان تورنېدل

تاند (جمعه، د جدې ۲۲ مه) په پاکستان کې دننه، د بشري حقون د پراخ نقض له ادعاوو وروسته د بشري حقونو نړیوال سازمان هم په دې اړه نیوکې تایید کړي او پاکستان یې د بشري حقونو ناقض هېواد ګڼلی.

دغه سازمان د جنورۍ پر ۱۱مه په تازه راپور کې ویلي چې چارواکو رسنۍ تر فشار لاندې راوستې دي او ګواښي يې چې پر حکومتي ادارو او عدلیې به نيوکې نه کوي.

د راپور په وينا، د قومي لږه کیو د حقونو نقض، د مذهب د سپکاوي په نوم سزاوې، پر ښځو جنسي تېری او ورسره تاوتریخوالی کول، پر هغوی تېزاب پاشل، کورنی تاوتریخوالی، له تعلیمه د هغوی مخنیوی او د نجونو په زوره ودول په پاکستان کې د بشري حقونو د نقض لویې برخې دي.

 پاکستان بیا- بیا په ورته تورونو تورن شوی او په کور دننه یې د داسې کړنو خلاف د پښتون ژغورنې غورځنګ، بلوڅ فعالانو او نورو پراخ لاریونونه هم شوي، خو د پاکستان چارواکو ورته تورونه رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب