یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهبلخ کې د ۲۰۰ فابریکو جوړېدل

بلخ کې د ۲۰۰ فابریکو جوړېدل

تاند (جمعه، د جدې ۲۲ مه) د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست رییس امام الدین سنایي زاده وایي، چې له تېر یوه کال راهیسې، په دغه ولایت کې تر ۲۰۰ پورې نوې فابریکې جوړې شوي.

د هغه په وینا، په مرکز مزارشریف او ولسوالیو کې دمګړی ۱۷۰۰ غټې او وړې تولیدي کارخونې موجود دي، چې له ډلې یې نږدې ۵۰۰ کارخونې فعاله دي او پر نارینه وو سربېره،۲۰ سلنه ښځې هم په کې په کار بوختې دي.

په ورته مهال یو شمېر شمېر سوداګر نویو کارخونو ته د رسمي جوازونو پر ورکړې خوښ دي؛ خو وایي، چې له بهر هېوادونو د اومه موادو د وارداتو د ګمرګي محصولاتو د ټېکس ورکولو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او پر حل یې ټینګار کوي.

د معلوماتو له مخې؛ دامهال په بلخ ولایت کې سوداګرو ته د پانګونې لپاره درې لوی صنعتي پارکونه جوړ شوي.

طالب چارواکو له بهر مېشتو افغان پانګوالو غوښتي، چې خپلې پانګې هېواد ته ولېږدوي.

دوی، پانګوالو ته د امنیت تامینیدو ډاډ ورکړی، خو څارونکي باور لري چې له امنیت تامینولو سره که طالبانو په خپلو کړنو کې جدي اصلاحات راوستي او له افراطي کړنو لاس په سر شوي وای، هېواد کې د پانګونې د زیاتیدو او دوی سره د خلکو په تعامل کې به یې مهمه ونډه لرلې وای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب