Homeخبرونهد امریکا شارژدافیره: رحمانیانو د میلیونونو ډالرو په غلا امریکا او افغانستان...

د امریکا شارژدافیره: رحمانیانو د میلیونونو ډالرو په غلا امریکا او افغانستان دواړه لوټلي

تاند (چارشنبه، د قوس ۲۲ مه)د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره کېرن ډکر چې د قطر له دوحې فعالیت کوي، د افغانستان د پرځېدلی جمهوري نظام د ولسي جرګې د رئیس میر رحمان رحماني او د هغه د زوی اجمل رحماني   په تړاو د امریکا د تازه بندیزونو په اړه غبرګون ښودلی.

نوموړې ویلي چې د دوی دغو پراخو درغلیو هم متحده ایالتونه او هم افغانستان ولوټه.

شارژدافیرې کېرن ډکر میر رحمان رحماني او اجمل رحماني دواړو ته په اشارې زیاتې کړې چې د هغې په خبره رحمانیانو/Rahmanis هغه میلیونونه ډالره غلا کړي چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره ځانګړي شوي وو.

کېرن ډکر د دغو پراخو درغلیو په برخه کې د امریکا د خزانې وزارت او د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د مرستو پر سر د څار ادارې یا سیګار د موندنو یادونه کړې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې پر رحماني د امریکا له خوا د مطرح شویو تورونو خلاصه د یوه عکس په بڼه په خپله ایکس پاڼه خپره کړې ده.

د امریکا بندیزونو ته د میر رحمان رحماني غبرګون – تاند (taand.net)

د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ادارې اوړمه شپه اعلان وکړ چې د افغانستان د پخواني جمهوري نظام پر دوو چارواکو، د ولسي جرګې رييس او د هغه پر زوی یې بندیزونه ولګول.

د امریکا د خزانې وزارت پر اساس، دواړو رحمانیانو د قراردادونو د پړسولو، د وارداتو په مالیې کې د درغلۍ، د درغلیو په قضیو کې د لاس لرلو، د تېلو د غلاوو او په ولسي جرګه کې د درغلۍ په شمول په بیلابیلو او ګڼو برخو کې فساد کړی دی.

دا وزارت همداراز وايي چې میر رحمان رحماني د تېلو په قراردادونو کې بیې لوړې ښودلي، تېل یې بې مالیې وارد کړي او د مالیې پیسې یې خپل جېب ته اچولي او د غلا په پیسو یې ځان د افغانستان ولسي جرګې ته رسولی او حتي په رشوتونو یې ځان د ولسي جرګې ریاست ته رسولی دی.

د امریکا د خزانې وزارت وايي چې د رحماني د فساد شبکه ډېره پراخه ده او حتي تر جرمني، قبرس، متحده عربي اماراتو، استرالیا، هالنډ او بلجیم پورې رسیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...