تاند (چهارشنبه، د قوس ۲۲مه) په وروستیو کې د افغانستان د طالبانو حکومت سرحدي چارواکو په ځلونو له ایران څخه وارېدونکي بې کیفیته تېل ایران ته بېرته استولي دي.
یوه ایراني چارواکي (معروف خاني) د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت د دې اقدام په غبرګون کې وویل چې د ایران د تېلو د کیفیت په اړه د کیفیت سنجونې ماشینونه نه بلکې د طالبانو چارواکي له خپلې خېټې پرېکړه کوي.
د دغه ایراني چارواکي له اعتراضه یوه ورځ وروسته د افغانستان د نورم او ستندرد ادارې ۱۲ نور ایراني ټانکرونه د فراه ولایت په بندر کې ودرول او د کیفیت د خرابوالي له کبله یې بېرته ایران ته واستول.
معروف خاني د ایران د تېلو د اتحادیې ريیس دی. ده د افغانستان د طالبانو د حکومت په سرحدي ادارو کې د تېلو د کیفیت د سنجونې معیارونه د پوښتنې وړ وبلل.
خو د معروف خاني د ادعا په ځواب کې طالب چارواکي ملا فیض الله تمیم وویل، د افغانستان په پولو کې د تېلو د کیفیت معلومولو لابراتوارونه شته، نو ښه دا ده چې د انتقاد پر ځای د خپلو تېلو کیفیت ته پام وکړئ.
ده پرون (سې شنبې) پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، هغو موادو ته، چې د افغانستان د نورم او ستندرد ادارې د معیارونو مطابق نه وي، افغانستان ته د راتلو اجازه نه ورکوي.
بې کیفیته تېل، چې عموماً یې د سُرب اندازه زیاته وي، د سرطان په شان د خطرناکو ناروغیو سبب کېږي.