شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهله پاکستان څخه د افغان کډوالو د پانګو پر لېږد د خلیل...

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د پانګو پر لېږد د خلیل حقاني ټینګار

تاند (چارشنبه، د قوس ۲۲ مه) د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني ټینګار لري چې دوی به له پاکستان څخه د افغان کډوالو د پانګو د لېږد لپاره لاس په کار شي.

هغه د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي تلویزون ته د مرکې پر مهال له زیاتو جزییاتو پرته ویلي چې په دې برخه کې د دوی له لوري یو کمیسیون فعال شوی.

حقاني له پاکستان څخه د خپلو پانګو لېږدوونکو افغانانو لپاره د ځانګړو امتیازاتو خبر هم ورکړ او ویې ویل چې دغه کسان کولای شي له مالیې پرته خپل مالونه او کارخانې هېواد ته ولېږدوي او دلته د اړتیا وړ ځمکه د خپلو صنعتي فابریکو او نورو سوداګریزو فعالیتونو لپاره وغواړي.

ښاغلي حقاني ونه ویل چې د دوی دغه کمیسیون تراوسه کومه عملي لاسته راوړنه هم لري کنه؟

د یاد شوي کمیسیون د ګومارل کېدو اعلان څه باندې دوه میاشتې مخکې طالب ویاندویانو کړی او ویلي چې دا کمیسیون د دوی د لوی مشر ملا هبت الله په امر جوړ شوی.

یو شمېر افغان کډوال بیا د طالبانو چارواکي په دې برخه کې پر تشو ژمنو تورنوي او وایي عملي اقدام نه کوي.

د دوی په وینا، تراوسه پاکستاني چارواکي دوی ته له پنځوس زرو د زیاتو کلدارو د لېږد اجازه نه ورکوي او شتمنۍ او پانګې یې دغه هېواد کې یرغملې پاتې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب