شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد طالب مشرانو په ګډون افغانانو سره د اړیکو په اړه د...

د طالب مشرانو په ګډون افغانانو سره د اړیکو په اړه د امریکایي استازي څرګندونې

تاند (چارشنبه، د قوس ۲۲ مه)د  افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ځانګړي استازي توماس وېسټ پر افغانستان د طالبانو د واکمن رژیم مشرانو او نورو افغانانو سره د خپل تعامل او منظمو اړیکو خبر ورکړ.

وېسټ په یوه تازه مرکه کې وویل چې پر امنیتي ننګونو، بشري وضعیت او بانکي ستونزو د غور او له ترهګرۍ او مخدره توکو سره د مبارزې په موخه یې له افغانانو سره چې طالب مشران هم په‌کې شامل دي، د تعامل تګلاره غوره کړې ده.

د امریکا ځانګړی استازی وايي:«متحده ایالتونه له طالبانو سره د تعامل تګلاره تعقیبوي، زه په منظم ډول له مشرانو سره په اړیکه کې یم او موږ د ټولو ګډو ګټو، امنیتي اندېښنو، بشري وضعیت، د بانکي سکتور د ننګونو، او د ترهګرۍ او نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په تړاو خبرې کړې دي او موږ د یوه هېواد په توګه پرېکړه کړې چې دغو موخو ته د رسېدو لپاره له افغانانو سره چې طالبان هم په‌کې شامل دي، په تعامل کې پاتې شوو.»

 هغه دغه راز د نجونو او ښځو د زده کړو او کار د حقونو پر تامینولو هم ټینګار کړی.

امریکایي استازي له افغانانو سره د اړیکو په اړه یې نور وضاحت نه دی ورکړی او نه ده معلومه چې هغه له طالب مشرانو پرته نور چا سره اړیکې لري؟

په وروستیو کې د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار ادعا وکړه چې امریکا طالبانو ته د ټول ګډونه حکومت د زر جوړولو خبرداری ورکړی او ویلي که دا کار ونه شي، دوی به یې له مخالفو څېرو څخه ملاتړ وکړي.

ټام ویسټ او نورو امریکایي سرچینو په دې اړه کوم غبرګون ونه ښود، خو د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد د ښاغلي حکمتیار ادعا بې اساسه وبلله.

یو شمېر افغان څارونکي باور لري چې د امریکا په ګډون ګڼ نور مقتدر هېوادونه په عین حال کې طالبان او مخالفان یې په ګډه پالي او د خپلو موخو لپاره کاروي، خو نه طالبان او نه یې مخالف لوري دومره درک او قوت لري چې خپلو کې د افغانستان د هوساینې لپاره یو لاس او ستونزې په خبرو او تفاهم حل کړي.

3 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب