شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد یوه پاکستاني مقام لخوا پر افغانستان د دغه هېواد د بمبارۍ...

د یوه پاکستاني مقام لخوا پر افغانستان د دغه هېواد د بمبارۍ غوښتنه

تاند (چارشنبه، د قوس ۲۲ مه) د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزی چې له څه مودې راهیسې په پرله پسې ډول د افغانستان پر ضد خبرې کوي، دا ځل یې د پاکستاني چارواکو د دې ادعا له تایید سره چې ګواکې په ډېره اسماعیل خان کې پرونی ځانمرګی برید له افغانستانه سمبال شوی و، پر افغان خاورې د پاکستان د بمبارۍ غوښتنه کړې ده.

نوموړي ویلي چې په دې بمبارۍ سره باید پر افغانستان واکمنو طالبانو ته وښودل شی چې پاکستان سره دوه ګونې لوبه ونه کړي.

پاکستان پرون په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت لپاره د طالبانو د رژیم شارژدافیر سردار احمد شکېب خپل بهرنیو چارو وزارت ته احضار او ورته ادعا کړې وه چې د ډېره اسماعیل خان برید له افغان خاورې سمبال شوی او یوه افغان ځانمرګي کړې ده.

د طالبانو رژیم په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو افغانانو پر دې ادعا توند غبرګون ښودلی.

د ګڼو افغانانو په وینا، که احیاناً د پاکستان دا ادعا رېښتیا هم وي او بریدکوونکی ځانمرګی افغان وي، بیا هم پاکستان باید افغانستان ته د ملامتۍ ګوته ونه نیسي.

د افغانانو په نظر، پاکستان و چې د خپلو استخباراتي موخو لپاره یې په مدرسو کې افغان تنکي ځوانان د دیني زده کړو په نوم د ځانمرګو بریدونو سرته رسولو ته وروزل او لومړی یې پرې خپل هېوادوال والوزول.

پاکستان په وروستیو کې له افغانستان سره خپله لفظي ناندرۍ تر ډېره د ډیورنډ کرښې د هغې غاړې د پښتنو په خوله مخته وړي.

د پاکستان اوسنی موقت صدراعظم انورالحق کاکړ او یو شمېر نور موقت چارواکي چې د افغانستان خلاف ترې د پاکستان پوځ او استخبارات استفاده کوي، تر ډېره پښتانه دي چې د پاکستان د سیاستونو لپاره استعمالیږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون له بندي کیدو مخکې خبرداری ورکړی و چې پاکستان له افغانستان سره په وروستۍ لوبه کې دا هدف هم تعقیبوي چې څنګه لر او بر پښتانه سره مخالف او د یو بل خلاف وکاروي.

8 COMMENTS

  1. چټلستانه تاچی دا څلویښت کاله زموږ په وطن کی د ځینو ملی خاینانو په مټ ددی وطن کندی اچولو ته پلان جوړ کړی و اوس به هغی کندی ته لویګی انشاالله چاه کن در چاه است ډیر زر د برباد او تکه تکه د الله ج څخه غواړم

  2. -دا ځينې تش په نامه پښتانه ، چې هندي(وردو!) ژبه غږېږي؛پشتو نه پوهیږي او نه ې دویلو جرات لري؛ګواکې خپله مور ې خرڅه کړې د یو دوه ورځو مردارو چوکیو په عوض.لکه ګکړ، اچک زایی او…
    +او ان شاءالله هغه ورځ به راشي چې آاِاَ دخپلو اخواته جایدادونو په ساتلو سره؛ ابدالي+غوري +غزنوي راکټونه او د قدیرخان د ادې بم هم ترینه ونیسی او د کمکي خیبر د ۷۰ کاله مخکې بمورۍ سزا پنجابی جرنیل مرنیل او د محکوم وطن تش په نامه سرکوزو وزیرانو ته ورکړي.
    و من الله التوفیق

  3. دوی دی خپل خیالونه گوری. اسلامی امارت دی همداسی روان وی، فقط د اناثو مکاتب او کار غم دی وکری، تقوادره متخصصین دی وگماری او یو سو تقواداره غیر پشتانه مشران دی حکومت کی گد کی، ان شاﺀالله نور کار سم دى. موژ نور نه غربی دیمکراسی غوارو نه شرقی کمونیزم. خو د پاکستان او ایران سره دیر محتاط مخ ته روان شی، د دوارو هیوادونو ضعیف نقاط مشخص کری او مشروع فایده تری واخلی. که طالبان د عقل او هوشیاری خخه کار واخلی نو کولای شی پاکستان سیاست تر خپل مستقیم اغیز لاندی راولی. ایران هم غواری طالبانو ته زان تر امریکا او عربی هیوادو نژدی کری چی عملا یی ثابته کری هم ده، حتی تر امیر المومنین پوری یی زانونه او نفو ذ رسولی دی، دا شه خبره ده که امیرالمومنین او یاران یی وکولای شی ماهرانه کنترول کری

  4. دوی فکر کوي چې زړې ټوټکې به بیا تکرار کړي او د امریکا او نړۍ نه به پیسې راوشکوي. خپل وزیر دفاع یې امریکا ته روان شو او خپله یې د دیره اسماعیل خان حمله په همدې وخت کې وکړه تر څو ورته د خبرو او پیسو لپاره موضوع پیدا شي. نورې دا زړې ډرامې کار نه ورکوي نوی شی ولټوئ. امکان لري تر څو یې وزیر هلته وي نورې حملې هم برابرې کړي. اوس پنجاب ته شئ.

  5. طالب باید هوښار وی که پاکستان یو بم د افغانستان کوزار کړ دوه سوه راکت دی اسلام اباد وولی زور سره باید د زور خبره وشی په زاریو او دعا ګانو نه کيږې شخصاً خپله طالب سره هم نظره نه یم ولی خپل وطن لپاره له سره تیر یم

  6. ولي افغانان مړه دي چي پاکستان بمبار پر کوي
    ۴۰ کاله تابر موږ اور بل کړی وو نن دي وار دی
    راسه ستا د پاکستانیانو قبرونه په کندهار کي دروښیم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب