شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeکلتوردا لیکوال او دا څېرې ادبي تذکره بیا چاپ شوه

دا لیکوال او دا څېرې ادبي تذکره بیا چاپ شوه

 

د (دا ليکوال او دا څېرې) په نوم د شاعر او لیکوال افضل ټکور لخوا لیکل شوې مشهوره ادبي تذکره بیا چاپ شوه.
دا تذکره د پښتو ادب د معاصرې تذکره ليکنې په سلسله کي مهمه ادبي تذکره ده، چې د خپل وخت ۹۰ تنه ليکوال د دوی د نظمي او نثري نمونو سره يوځای را معرفي کوي.
د دې تذکرې لومړی چاپ په ۱۳۶۶ل. کال کې شوی، خو اوس ډېر د لاسرسي وړ نه و
د یادې تذکرې د بیا چاپ مهتمم هارون صمیم ویلي چې له همدې امله دا تذکره له زیاتونو سره په ښه کیفیت چاپ شوې ده.

1 COMMENT

  1. ښاغلی او منلی ټکور صاحب په خپل وخت کی یو لوی کار وکړ، هغه وخت ډیر وستایل شو. دغه اثر یووخت معتبره جایزه هم وګټله. دادی اوس ښاغلی صمیم صاحب د دغه کمیاب کتاب او ضروری تذکری په دوباره خپرولو یو لوی خدمت کړی دی. د دی خبر په اوریدو ډیر خوشحاله شوم. دواړو درنو او خوږو لیکوالو ته آرام، اوږد او د لازیاتو بریالیتوبونو څخه ډک ژوند غواړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب