روح الله احمدزی
د ایران د بهرنیو چارو وزیرعبداللهیان څرګندونې هغه وخت ناندریزې شوې چې طالبان یې د افغانستان واقعیت وبلل. ولې اساسي پوښتنه دا ده چې ایران د افغانستان واقعیتونو ته له کوم لید لوري ګوري او هغه کومې ګټې او ګواښونه دي چې د ایران بهرني سیاست کې د طالب په شتون کې ترسیم شوې دي؟
په دې لنډه او مختصره لیکنه کې د طالبانو پر وړاندې د ایران اسلاميجمهوریت بهرني سیاست ته کتنه کېږي.
ایران د سیمې، ګاونډیانو او په ځانګړي توګه افغانستان په اړه په ستراتیژیک لیدلوري کې د لنډ مهالو او اوږد مهالو ګټو خوندي کولو سربیره د فرهنګي او سیاسي هجمونی پراخولو او تظمینولو لپاره په افغانستان کې پر څلورو لویو حوزو؛ جیوپولیټیکي، اقتصادي، امنیتي او فرهنګي برخو کې بنستیزې او نظامندې هڅې کوي.
جیوپولیټیک:
امریکا کې د سپټمبر ۱۱ مې خونړۍ پیښې څخه وروسته پر افغانستان د امریکا متحده ایالاتو او د لوېدیځې ټلوالې لخوا برید چې د طالبانو د تیر حاکمیت د پرځيدو لامل شو د سیمې جیوپولټیکي ارزښت بدل کړ. په سیمه کې د امریکا او ناټو پر وړاندې نوې سیمه ییزې ټلوالې ته لار پرانیستل شوه، چې روسیه، چین ، ایران او پاکستان یې اصلي هسته تشکیل وي. دغې ټلوالې په تیرو شلو کلونو کې د امریکا او ناټو حضور په سیمه کې د خپلو ملي منافعو او ملي امنیت ته کواښ ګڼه. همدا ګواښونه ددې لامل شول چې د طالبانو بیا پورته کیدلو لپاره خواخوږي او همکاري رامنځته شي.
په افغانستان کې د امریکا او ناټو شتون طالبانو ته دا فرصت ورکړ چې د سیمې هیوادونو سره په ځانګړې توګه روسیې، چین او ایران سره ددوی د لومړي حاکمیت په پرتله نږدې او حساب شوی کار وکړي.
خو په ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ ۱۵ مه د افغانستان اسلامي جمهوریت پرځیدو او د همدې میاشتې تر پای د امریکا بشپړ نظامي ځواکونو وتلو سره سم په سیمه کې د امریکا پر ضد جوړې ټلوالې ګډه همکاري له یو بل سره پر تقابل او د تیر دو لسیزو پرتله په افغانستان کې د خپل حضور پراخولو پر سیایلۍ بدله کړه او ټولو لوریو دا کوښښ پیل کړ چې د امریکا وتلو تشه دوی ډکه کړي دغه راز له افغانستان نه دوی ته متوجه ګواښونه او ګټې له نږدې وڅاري.
بلخوا ایران او طالبان چې په ایډیالوژیک لحاظ د یوبل نه پخلاکیدونکي دوښمنان دي او د متشدید سیاسي اسلام بیلابیلې نسخې لري چې دواړه نسخې نړیوال حاکمیت د امام او امیرالمومینین تر سیاسي او مذهبي قیادت لاندې دولت رامنځته کول غواړي.او په عین حال کې یو بل منسوخ وي.
خو د همدې لوی درځ او تقابل سربیره د لنډ مهال لپاره طالبان د نړيوالې انزوا څخه وتلو او ایران په سیمه کې د منافعو او د سیمه ییزو قدرتونو سره انډول ساتلو لپاره د یو بل سره د نا رسمي تعامل پر معادلې همکاري ته مجبور شوي دي.
اقتصاد:
ایران او طالبان دواړه د لویدیځ له لوري تحریم شوي او د لویدیځ ضد دریځونه لري. ایران په تیر کال کې د طالبانو حاکمیت لاندې سوداګرو سره د دوو میلیارد ډالرو په ارزښت کلنۍ راکړه ورکړه دردلوده چې البته ۹۵ سلنه یې د ایران څخه واردات تشکیل وي. دغه راز ایران او طالبانو هوکړه کړې چې دا کچه به په راتلونکو کلونو کې تر لس میلیارد ډالرو رسوي. دا د بندیزونو لاندې ایران لپاره طلایي چانس دی چې هیڅکله یې بدیل نورو ګاونډیانو کې نه شي موندلی.
همدارنګه افغانستان اوس د ایران بې کیفیته تولید شویو خوړو، توکو، نفت، صنعت او سوداګرۍ لپاره بې بدلیه بازار دی چې په تیر ۲۰ کلونو کې ساری نه درلود. سربیره پردې چې طالبان اوس د کورني او نړیوال مشروعیت نه لرلو فشار لاندې دي. د پاکستان په ګډون د نورو ګاونډیانو سره هم د تجارت او سوداګرۍ پایدارې اړیکې او راشه درشه نه لري نو په دې اساس د ایران سره د بې قید او شرط تجارت سیاست یې غوره کړی دی. او ایران د طالبانو نامشروع او ناپایدار حالت څخه خپله اقتصادي ګټه پورته کوي.
همدارنګه د مهاجرینو او د هلمند سیند حقبه دو نور هغه مهم اړخونه دي چې د ایران پر اقتصاد مستقیم اغیز لري او د دواړو لوریو ترمنځ د تعامل سبب شوی.
امنیت:
د ایران او طالبان مشترک دوښمن داعیش دی. د داعیش پر ضد ددوی همکاری له ۲۰۱۱ کال څخه پیل شوې او همدې مشترک تهدید درلودل دوی تعامل ته مجبور کړي دي. بلخوا ایران د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان او عربي هیوادونو اړیکې او د عربو پراخ حضور افغانستان کې د ایران منافعو او ملي امنیت ته تهدید ګڼي. دا چې اوسمهال عربيهیوادونه طالبان په رسمیت نه پیژني او طالبان د خپل نامشروع حاکمیت لپاره د ایران پرته بل انتخاب نه لري همدا اړخ د طالبانو او ایران ترمنځ یو بل لامل دی چې د همکاريو لنډمهاله تعامل یې رامنځته کړی دی.
همدارنګه په تیر یو کال کې د ایران استخباراتو سپاه قدس ته ورته ډله په کندهار کې د ملاهیبت الله د ساتنې لپاره رامنځته کړې. ویل کیږي چې ددې ډلې شمیر تر دیریش زرو وسلوالو رسیږي. چې د ایران پراخ امنیتي او دیپلوماتیک حضور لاندې را منځه ته شوې ده. د ایرانیانو پر باور دغې ډلې که ددوی نفوذ کولی شي د ایران منافع د هغو طالب ډلو په پرتله وساتي چې عربي هیوادونو سره نږدې اړیکې لري.
فرهنګ:
ایران ځان له مذهبي اړخه د شیعه صفويي ایډیالوژۍ او فرهنګي اړخه د فارسي ژبې او ایران تمدني حوزې ساتنې او پراخونې میراثدار او مسوول ګڼي. ایران له فرهنګي او مذهبي اړخه طالبانو سره له تعامل دا ښیي چې د اسلام سیاسي نظام بڼه د شیعه فقې درلودو سره کولی شي دوام وکړي سره له دې چې د لسیزیو راهیسې د لویدیځ بندیزونو لاندې دي اما پر دې توانیدلي چې پر خپلو امکاناتو او وسایلو شیعه حکومتولۍ او د همدې لارې پراخولو لپاره نیابتي ډلې رامنځته کړي او بل لور دا ښیي چې د سیاسي اسلام سني روایت چې طالبان یې استازولي کوي ناکام او دوام وړ ندی.
همدارنګه افغانستان د ایران، تاجکستان او بخارا سیمو ترمنځ د وصل او فرهنګي اړیکو ټینګولو او را ژوندي کولو یوازینۍ لار او پتانشیل دی چې د ایران شهري فکر او شیعه ایدیالوژي پراخولو سبب کیدلی شي. په تیر شل کلونو کې ایران د همدې دوو اړخونو لپاره په افغانستان کې پانګونه کړې او د طالبانو بیا راتللو سره د تیرو لاسته راوړنو له منځه تللو اندیښمن کړی او حتا تیره میاشت د ایران او تاجکستان ولسمشرانو د فارسي فرهنګي حوزې د له منځه تللو تهدید کمول په موخه د ایران او تاجکستان تر منځ د ویزې الزام له منځه یووړ. نو د همدې اندیښنو او فرصتونو په اساس او د تیرو دو لسیزو لاسته راوړنو او فرهنګي هجموني ساتلو په موخه ایران طالبانو سره د لنډ مهال لپاره د تعامل پرته بله هره لار ویجاړونکې او منفي بولي. او همدا ګواښونه او فرصتونه ددې سبب شوي چې ایران د سټیج پر سر طالبان د افغانستان واقعیت او د پردې تر شا د ایران دښمن او مغولي لښکر وبلي.
ډېر ښه او هر اړخیز تحلیل دی . بریا مو غواړو.