شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد پاکستان د دفاع مخکینی وزیر: د ترهګرۍ رېښې په افغانستان کې...

د پاکستان د دفاع مخکینی وزیر: د ترهګرۍ رېښې په افغانستان کې دي

تاند (چارشنبه، د قوس ۲۲ مه) د پاکستان د دفاع مخکیني وزیر خواجه محمد أصف د ډېره اسماعیل خان د پروني ځانمرګي برید په غبرګون کې ادعا کړې چې د ترهګرۍ رېښې په افغانستان کې دي.

په دغه برید کې چې پرون د پاکستان پر پوځیانو وشو، لږ ترلږه ۲۵ پوځیان وژل شوي او تر ۳۵ پورې نور ټپیان شوي.

پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې دا برید له هلمنده یوه راغلي افغان طالب ځانمرګي ترسره کړی.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دا تور رد کړی او ویلي چې پاکستاني چارواکي دې د افغانستان د ملامتولو پر ځای د خپل امنیت د تامینولو لپاره لاس په کار شي.

یو شمېر افغانانو هم د پاکستان ادعاوو ته توند غبرګون ښودلی او ویلي چې که احیاناً دا برید له افغانستانه راغلي ځانمرګي ترسره کړی وي، بیا هم پاکستان ملامت دی، ځکه ځانمرګي د پاکستان په مدرسو کې روزل شوي او دغه هېواد په سیمه کې د ترهګرۍ اصلی عامل دی.

7 COMMENTS

  1. پليت او نجس العين خواجه اصفه،
    ترهګري دې پخپله لمنه کې ده. بيا مو له چا پيسې اخېستې دي؟
    تاسې هماغه د بلاول بوټو پوښتنې ځواب کړې چې :
    بي بي سي
    د پیلپز ګوند دغه ځوان مشر دا غوښتنه هم کړې چې باید د ترهګرۍ د روانې څپې په اړه ژورې پلټنې وشي او د ده په ټکو “حساب کتاب باید وي، ټولو شهیدانو کورنیو ته دې وویل شي چې د دوی په وینو سودا څنګه وشوه ولې وشوه او چا وکړه؟”
    تاسې خو ډېر مردار او پليته طبقه ياست، نو د خلکو وينې تاسې ته د پيسې په مقابل کې هېڅ ارزښت نه لري او ستا روزي له همدغو وينو نه ده او تل مو له وينو تويولو نه روزي تر لاسه کړې ده.

  2. دا خو عجیبه خبر ده ، لکه چې وایی : چاه کن در چاه .
    عارف او ملنګ رحمان بابا درې څلورسوه کاله پخوا پنجابي خواجه ته دا شعر لیکلی دی:

    کر د ګلو کړه چې سیمه دې ګلزار شی

    ازغي مه کره په پښو کې به دې لاړ شي

    ته چې بل په غشو ولې هسې پوه شه

    چې همدا غشی به ستا په لور ګذار شي

    ته چې بل ته کوهی کنې هسې پوه شه

  3. انګریز او امریکا نور د پاکستان شیطاني او جاسوسي ته ضرورت نلری. ډیرامکان شته چه دغه جالی او مکاره ملک نور د نړی د نقشی څخه ختم شی.
    غلام او مزدور خلک ډیر پایښت نلری.

  4. فکر وکړی د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر سره امریکا او نړۍ دا ومنله چې هر څه له افغانستان څخه کیږي بیا ټول نړۍ ته دا پوښتنه هم پیدا کیږي چې ګلبدین، ربانی، مسعود د داودخان له وخت څخه را نیولی بیا نجیب الله تر وخته چې نجیب الله به ویل چې عربان او امریکا د پاکستان له خاوری راځي او په افغانستان کې بریدونه کوی او نظامی ډلی په پنجاب کې تربیه کوی او دلته یی رالیږي که څوک وایی چې ستا خبری غلطي دی نو بیا د نجیب الله خبری یوځل واوری چې پوه شي.
    بل خبره داده چې کیدای شي دا خبره هم غلطه شي نو بیا امریکا تاته دا ۳۳ میلیارده چې ټرمپ په رسانیو کې روښانه د څه لپاره درکول او ولی امریکایان له تاسو څخه ناراضه وو
    زما په نظر خو دا به بهتره وي چې لومړی د ملګری ملتونه ، امنیت شورا ، حقوق بشر سازمان او د جنګی جرایمو محکمه د ټولو هیوادونو په شمول چې پدې ۴۵ کالو په افغانستان کې په یوه شکل په یو شکل ښکیل وو څو ورځني غونډه دي وکړی
    بیا لومړی د داودخان د وخت اخبار او معلومات او له هغه را وروسته تر نجیب الله پوری مجلس ته وړاندی شي چې پاکستان، امریکا، برتانیه ، روسانو، تاجکستان ازبکستان او پاکستان ایران او عربستان او په ځانګړی ډول فرانسه کوم فعالیت کول
    او بل دا چې پدې ۴۵ کالو په دوران کې کوم نظام د دوی ټولو هیوادونو لپاره د منلو وو ولی لاسنیوی د هغه نظام ونکړ که داود خان نظام دوی نه غوښتنه، نورمحمد ترکی ، حفیظ الله امین دوی نه غوښتنه چې لا دده تر وخته روسان رسمآ نه راغللی بیا هغه ۷ ګانه او ۸ ګانه جنګی ډلو په پاکستان کې څه کول؟
    بیا چې کارمل راغی نو روسان راغلل کله چې نجیب الله روسان وویستل بیا ولی امریکا برتانیه، فرانسی عربستان ایران او ځانګړی ډول پآکستان (برتانیی ځوی) ولی دسولی مخالفت وکړ او ملګری ملتونو ولی خپل مسولیت چې لازم وو ادا نکړ
    کله چې نظام مجاهدینو یا تیر جنګی ډلو ته وسپارل شو بیا پاکستان ، امریکا او برتانیه ولی د دوی په مینځ کې تفرقه واچوله؟
    ولی خپل همدا ډلی هغه فیصله چې اسلام آباد کې د پاکستاني کرنیلانو او جنرالانو په خوښه کړی ولی سره موافقی ته ونه رسیدل.
    ولی کابل په کنډواله بدل شو او افغانستان یی په بد حالت کې نړی ته معارفی کړ
    بیا که تیر مجاهدین یا ۷ او ۸ ډلی ښه خلک نه وو نو ولی نړیوالو او پاکستان د دوی مالی او نظامی ملاتړ کولو؟
    که بیا ښه خلک وو نو بیا د تیر آمارت راتګ په کوم بنیاد وشو
    که بیا امارت ښه وو ولی ملاتړ مو نه کول بیا ولی همدی پنجاب (مشرف) د دوی پوځ مشر او نظام مسول امریکا ته نظامی آډه ورکړ
    آیا اسامه بن لادن د افغانستان و و بیا ولی امریکا په افغانستان کې پیدا نکړ او بیا همغه شخص یی په اسلام آباد کې پیدا او ویی واژه؟
    په نړیوالو اصولو کې یو داسې کړنی چې امریکا، برتانیی فرانسی سعودی او پاکستان ایران کوم کارونه چې افغان ولس سره کړی کوم اصولی جنبه لری بیا د نړیوال مسولیت څه شي ده
    نړیواله محکمه ولی لا تر اوسه لاس په کار نده شوي د څه انتظار کوی که خپلواکه وی بیا ګام نه پورته کوی که د امریکا او برتانیه امر ته ګوری نو د دوی نړیوال او بی پریتوب ته صدمه نه رسیږی بیا څنګه چې دلته تل دوی د حقوق بشر خبره کړی مګر همدې نړی بیا د بشر سره خیانت کړی او پاکستان ، امریکا برتانیی او روسیی په ظلمونو سترګی پټي کړی!
    اخیره خبره داده چې که خبره پړه اچول وی پاکستان ۴۵ کاله مخکې ملامت ده او ملګری ملتونو ، امنیت شورا او حقوق بشر سره اسناد او معلومات شته که موږ افغانان غلط یوو نو په هند کې چاودنی څه ډول کیدلی ولی پاکستان په خاکستری لیست شامل شوی چې څو کاله وړاندې بیرته وویستل شو
    سوال پیدا کیږی کچیری پاکستان مجرم نه وو نو بیا ولی یاد لیست کې شامل شو که چیری رښتیا دا کارونه پاکستان کوی ولی د ایران په شان تورلیست ونه لویده؟ همدلته د نړۍ په غږ او عمل کې توپیر لیدل کیږي
    سوال داده چې لومړی زموږ غرامت راکړی زموږ د ولس سره حساب او کتاب وکړی نړی باید پاکستان او افغانانو ستونزو د حل لپاره نړیوال جنګی محکمه را وغواړی ترڅو د تا کړی یا ما نکړی خبره خلاصه شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب