دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeټولنیزطلایي کرښې | راټولونه: ډاکټر استاد شفیقه صدیقي

طلایي کرښې | راټولونه: ډاکټر استاد شفیقه صدیقي

  • له عمل پرته خیال یا تصور یوازې یو خوب دی، خو له خیال یا تصور پرته عمل هسې وخت تېرول دي. له عمل سره مل خیال یا تصور نړۍ بدلولی شي.

جویل ارتیور بارکر

  • هرڅه چې کولی شې، یا هر خوب چې لیدلی شې، پیل وکړه؛ زړورتوب او جسارت په خپل ځان کې نبوغ، ځواک او جادو لري. 

ګیوټ

  • څومره ډېر چې خپل مغز وکاروې، هغومره ډېر به د کارولو لپاره نور مغز هم ولرې. 

جورج ای ډورسي

  • که چېرې موږ کافي ژر بدلون رامنځته نه کړو، نو ډېر چانسونه به له لاسه ورکړو…. بدلون څه مانا؟ د هغو قوانینو، چې زموږ ډېر ښه خدمت یې کړی، پرېښودلو ته بدلون وایي. 

لي کیان یوو

  • له دوو تر اووه کلنو عمر لرونکي ماشومان د زیات خیال او تصور خاوندان وي، دا د هغوی د خیال او تصور، نوښت او د تفکر د وړتیاوو د ودې تر ټولو غوره دوره ده.

چیان هینګ کینګ

  • میندې او پلرونه باید پر دې پوه شي چې خپل ماشومان د غم ځپلو او مطیع پیروانو پر ځای د پارېدلو نوښتګرو متفکرینو په توګه وروزي.

چونګ شیوچینګ

  • د سلو ځنګلونو تخلیق په یوه پرګي ( د څېړۍ مېوه) کې دی.

رالف والډو ایمیرسن

  • نوښت داسې یوه ځانګړنه ده چې د ټولو انسانانو په خټه کې اېښې ده. 

ابرهم ماسلو

  • اختراع کولو، تجربه کولو، وده کولو، خطرمنلو، د قوانینو ماتولو، تېروتنې کولو او ساتیري کولو ته نوښت وایې. 

ماري لوکوک

  • موږ ټول نوښتګر یو، خو یو له بل نه یوازې په دې کې توپير لرو چې تر کومه بریده مو د خپل نوښت استعداد ته وده ورکړې ده. 

ارتیور بي وان ګیونډي

  • الله ج پر ما د کنجکاوۍ حس لورولی دی، ځکه هغه کنجکاوي چې موږ ان د کوچنیو شیانو په اړه هم خبر ساتي، د ټولو ژوندیو د مخ پروړاندې تګ او پرمختګ لپاره تر ټولو ستره انګېزه، انرژي او محرک دی. 

جان ماسون یرون

  • که یو کوچنی خوب ليدل خطرناک وي، ددې علاج دا دی چې لږ خوبونه نه، بلکې ډېر خوبونه ووینې او هر وخت یې ووینې. 

پروسټ مارسیل

  • د یوې شېبې ځېرکتیا کله کله د یوه ژوند د تجربې ارزښت لري.

اولیور وینډیل هولمز 

  • د بشریت تر ټولو ډېر موهوب (با استعداده) خلک هغه مهال په ښه حالت کې وي چې کله له دوی څخه لار ورکه وي.

ایریک هوفر

  • د یوې نوې مفکورې خاوند تر هغه وخت پورې لیونی وي، ترڅو یې مفکوره بریالۍ شوې نه وي.

مارک ټواین

  • یو کس چې د یادولو وړ مفکورې پیدا او را منځته کولای شي، دی هغه څوک دی چې له نورو یې ډېر څه زده کړي دي. 

کونوسیوک ماتسیوشیټا

  • د یوې ښې مفکورې د لاسته راوړلو لپاره تر ټوله غوره لار داده چې ډېرې مفکورې لاسته راوړې. 

لېنیوس پاولینګ

  • د هرې لاسته راوړنې او هرې لاسته راغلې شتمنۍ پیل له یوې مفکورې شوی. 

نیپلیون هېل

  • که نوې پوښتنې راولاړې کړې، که نوې فرصتونه رامنځته کړې، که ستونزو ته له نوې زاویې په ځېر وګورې، نو دا د یو نوښتګر خیال او تصور غوښتنه کوي او په ساینس کې رښتیني پرمختګونه پیلوي او ښيي یې. 

البرټ اینشټاین

  • د پوهې په پرتله تخیل ډېر مهم دی. 

البرټ اینشټاین

  • په ساینس کې هر ستر پرمختګ د تخیل له یوه نوي روح څخه سرچینه اخلي. 

جون ډېوي

  • تخیل د تخلیق پیل دی.   

جورج برناډرشاو

  • هر هغه څه چې اوس ثابت شوي دي، یو مهال یوازې په تخیل کې راغلي و.

ویلیم بلیک

  • هر هغه څوک چې له زده کړې او پوهې پرته تخیل لري، هغه وزرونه لري خو پښې نه.

جوسیف جوبیرټ

  • نړۍ زموږ د تخیلاتو لپاره د سرکس د یوې خېمې حیثیت لري. 

هینري ډيویډ توریو

  • مفکورې د تاریخ پرله پسې پرمختګ ته بڼه ورکوي. 

جون مینارډ کینیس

  • د پیاوړو پوځونو د پښو له ترپ نه یوه مفکوره ډېره ستره وي، خو چې وخت یې راشي. 

ویکټور هوګو

  • څومره چې ډېر فکر کوې، همغومره به ډېر وخت ولرې. 

هینري فورډ

  • هغه حکمت چېرې دی چې موږ په پوهه کې ورک کړی دی؟ هغه پوهه چېرې ده چې موږ په معلوماتو کې ورکه کړې ده؟

ټې ایس الیوټ

  • ذهن یو لوښی نه دی چې ډک کړی شي، بلکې یو اور دی چې باید ولګول شي. 

پلیوټارچ

  • دا کافي نه ده چې یو ښه ذهن ولري، اساسي خبره داده چې په ښه توګه یې وکاروې. 

رینې ډیسکارټیس

  • کله نا کله وهل شوې لار پرېږده او ځنګله ته مخه کړه، په باور سره به داسې څه وګورې چې له دې وړاندې به دې نه وي لیدلي. 

اسکندر ګراهام بیل

  • مخ پر وړاندې ځه، غیر معمولي او نا اشنا اوسه، د ذهن یوه لېوني حالت ته ننوځه او پوښتنه وکړه چې د هغه څه په اړه  چې ته یې کوې، څه شی ډېر خندونکی دی.

روګر وون ویچ

  • نوښتګر فعالیت نوښتګره وړتیا زیاتوي. 

هاري لوراین

  • هغه څه چې موږ ترې په ادارو کې ډېره وېره لرو لکه بدلون، اختلال یا مزاحمت او نا انډولي، همدا د نوښت لومړنۍ سرچینه ده. 

مارګاریټ ویټلي

  • څه چې ما لیدلي او موندلي، هغه مې د پخوانیو موندنو له مخې موندلې دي. 

اسحاق نیوټن

  • هر اهمیت لرونکی شی د داسې چا له خوا لیدل شوی چې هغه نه دی کشف کړی. 

الفریډ نارت وایټهیډ

  • هېڅ ستونزه د پرله پسې تفکر د یرغل پر وړاندې مقاومت نه شي کولی. 

ولټایر 

  • ماشینونه باید کار وکړي، خلک باید فکر وکړي.

جان پییز

  • د نړۍ ټوله ستونزه داده چې احمقان او متعصبین خلک د ځان په اړه تل ډېر باوري وي، خو هوښیار خلک بیا له ګومانونو ډک وي. 

بیټرانډ روسیل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب