جمعه, مارچ 29, 2024
Homeټولنیزد زده‌کوونکو لپاره د مطالعې اغېزمن ميتودونه

د زده‌کوونکو لپاره د مطالعې اغېزمن ميتودونه

ليکوال: کارول تورکېنګټون (Memory کتاب)

ژباړن: احسان‌الله لمر

دوهمه برخه

د لوسي (Loci) ميتود

«لوسي» چې يوه لاتيني کلمه ده او مانا يې «ځايونه» دي، د متنونو او عبارتونو او هم د ويناوو د يادولو لپاره له پخواني او اغېزمن ميتود څخه دی. په دې ميتود کې د مطالعې پرمهال د يو اشنا ځای په اړه تصور کوو. کله چې د ازموينې پرمهال د اړوندې موضوع په اړه سوچ کوو، نو تصور شوی ځای به درته د حافظوي کيلۍ په توګه کار ورکړي او ذهن ته به د هغې موضوع په راوستلو کې درسره مرسته وکړي.

دغه ميتود چې له يو پخواني ميتود څخه دی، داسې ويل کېږي چې د پخواني روم د يو شاعر (سیمونيدز) له لورې منځته راغلی دی. سیمونيدز له نورو ميلمنو سره د ماښامنۍ په خوړلو بوخت و، چې ورباندې د کور چت پرېوته او له دې پيښې څخه يوازينی ژوندی وتلی شخص دی. سيمونيدز کولی شول چې هغه اشخاص هم وپيژني، چې له ويجاړۍ څخه وروسته يې جسدونه د پيژندنې څخه وتلي وو. نوموړي د لوسي ميتود (د دوی د ناستې ځای د تصورولو) پوسیله زيات تخريب شوي جسدونه چې د پيژندنې څخه وتلي وو، تشخيصولی شول. 

دغه ميتود د يوناني او رومي ويناوالو له لورې د يادښتي وسيلې په توګه کارول شویدی. دوی پرته له دې چې له ځان سره ليکلي يادښتونه ولري، د لوسي ميتود څخه په کار اخيستنې به يې روانې ويناوې کولې. د هغه اشخاصو لپاره چې تخيلي او تصوري وړتيا يې زياته وي، دغه ميتود زيات اغېزمن تمامېږي. د دې لپاره چې په دې ميتود باندې زيات وپوهېږئ، لاندې بېلګه په پام کې ونيسئ:

  1. د يو ځای په اړه چې تاسې ورسره پوره اشنا وئ، تصور وکړئ، لکه ستاسو خپل کور.
  2. خپل کور کې د نورو موقيعتونو په اړه په ترتيب سره تصور وکړئ، د بېلګې په توګه لومړی د کور له عمومي دروازې وردننه شئ، بيا انګړ څخه تېر شئ، بیا بلې دروازې ته ځان ورسوئ، له هغه وروسته دهلېز، پخلنځی، تشناب، اوسیدو خونه او د خپلې خونې پرنيچر او نورې کوچنۍ اجزاوې تصور کړئ.
  3. د خپل متن/وينا هره برخه د پام کې نيول شوي موقيعت له هرې برخې سره ونښلوئ. 
  4. هر کله چې په متن کې وړاندې ځئ، په تصور کې نيول شوی موقيعت کې هم وړاندې حرکت کوئ. هر موقيعت ته په رسیدو سره به د اړوندې موضوع مختلفې برخې ستاسو ذهن ته لار پیدا کوي. 

د پيرو هېواد عمده صادرات له وړيو، اوسپنې، مس، سرب، سپين زر، مالوچو او کافي څخه دي. په لاندې ډول د لوسي ميتود څخه په کار اخيستو د پيرو هېواد عمده صادرات خپلو حافظو ته سپارو:

«کله چې د کور له عمومي دروازې دننه شو په انګړ کې د کور دروازې څنګ ته په ګڼو وړيو پوښل شوی پسه تړل شویدی، کله چې د خپل کور دهلېز ته وردننه کېږو لومړی مو سترګې په هغه اوسپنېزه زينه لګېږي چې دوهم منزل ته پرې ختلی شو. بيا چې وړاندې ځئ د اشپزخانې له خلاصې دروازې څخه د خوړو مسي لوښي په نظر درځي. له دې وروسته د خپلې اوسيدو کوټې ته ننوزئ او هلته درته په فرش باندې پراته پنسل په نظر درځي، چې پکې د سرب څخه کار اخيستل شويدی او بيا د قهوې څښلو پرمهال خپلې سپين زرو ګوتمۍ ته هم متوجې کېږئ.» 

اوس نو که د ازموينې پارچې ته ناست وئ او پوښتنه هم درته د پيرو د صادراتو په اړه راغلي وي، نو د خپل کور ته په ننوتلو د وړين پسه ليدو، بيا په اوسپنيزه زينه کې د ختلو وروسته په اشپزخانه کې د مسي لوښو د ليدلو او بيا د خپلې اوسیدو په کوټې کې د پنسل ليدو او بيا د کافي څښلو پر مهال مو په ګوته کې سپينو زرو ګوتمۍ ته د متوجه کيدنې په تصورولو سره به تاسو ته د پيرو هېواد صادرات يو په يو ذهن ته درشي. 

په دې ميتود سره کولی شو چې په ځانګړې توګه لېست کيدونکي او  نور ورته مطالب په اغېزمنه او بهتره توګه حافظې ته وسپارو. د دې ميتود څخه په کار اخيستو سره له خپل کور څخه بغېر نور موقيعتونه لکه ستاسو کاري دفتر، دکان، مغازه، پارک، د ملګري کور، يو ځای ته سفر او داسې نور هغه موقيعتونه هم په ذهن کې راوړلی شئ، چې تاسو ورسره ښه اشنا وئ. په دې ميتود کې دا اړينه نده چې يو موقيعت له بل څخه په څومره واټن کې دی، بلکې د دې موقيعتونو توپير او له يادول کيدونکې موضوع سره يې اړيکه اړينه ده.

که چېرې د يادول کيدونکو مطالبو شمېر زيات (۱۵-۵۰) پورې وي، د لوی موقيعت د انتخابولو وروسته په هر موقيعت کې څو څو مطالب هم ځايولی شو، لکه پورتنۍ بېلګې کې مو چې په يوه خونه کې درې (سرب، سپين زر او کافي) مطالب ځای کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب