پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهجنرال سادات: کابل مې ساته، خو امریکايي جنرال همکاري ونه کړه

جنرال سادات: کابل مې ساته، خو امریکايي جنرال همکاري ونه کړه

تاند:(یکشنبه، د حمل اوومه) د جمهوري نظام په وروستيو کلونو کې د افغانستان يو مشهور طالب ضد قومندان جنرال سمیع سادات، چې په سويلي ولايتونو کې یې د دې ډلې خلاف لویې جګړې رهبري کړې، په يوه تازه مرکه کې د جمهوري نظام د سقوط د لاملونو او راتلونکي وضعیت په اړه خپل دریځونه روښانه کړل.

سميع سادات له هېواده د وتو په اړه د ولسمشر غني او د هغه د ملي امنيت د سلاکار پریکړه «ځان وژنه او خطرناکه» وګڼله، ويې ويل، په نا پلان شوي اوږده هوايي سفر، هغه هم په داسې خطرناک وضعیت او روسي چورلکو کې له هر ډول خطره تش نه و.

د سادات په وينا، د دې امکان و، چې طالبانو له شمالي ولايتونو څخه په فضا کې د ولسمشر غني او ورسره ملګرو کسانو چورلکې په نښه کړي وای.

سميع سادات، چې د نظام له سقوط څخه څو ورځې مخکې د افغانستان د ځانګړو عملياتو د قول اردو قومندان او بيا د کابل ښار د امنيت عمومي مسوول وټاکل شو، ټینګار کوي چې د کابل ښار غوره دفاع او د طالبانو د راتلو مخنيوی کیدای شوای.

د ده په وينا، له هېواده د ولسمشر غني له وتو وروسته تر مازيګره له لوی درستیز جنرال هیبت الله عليزي سره ارګ او دفاع وزارت ته لاړ او بيا يې د امریکايي ځواکونو له قومندان سره ولیدل.

د هغه په وينا، امريکايي قومندان ته يې وويل چې د تخلیې د بهير لپاره د راتلونکو درې زره امریکايي سرتېرو نیمايي ورسره د کابل د ساتلو لپاره همکار کړي، خو په خبره يې دغه جنرال ورته وويل:« ولسمشر غني لاړ، د چا لپاره جنګیږئ، موږ درسره د همکارۍ اجازه نه لرو، تاسې هم له هېواده ووځئ».

د افغانستان د ځانګړو عملياتو د قول اردو قومندان دا هم وويل، چې په دوحه کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې تړون له لاسلیک څخه وروسته امريکا د افغان پوځ تجهیزاتي ملاتو او تمویل ودراوه.

جنرال سمیع سادات له طالبانو سره په هلمند کې خپلې خطرناکې جګړې ته په اشارې وويل:«تر ۱۲ زرو پورې طالب جنګیالیو حمله وکړه، چې مشري یې د دوی تش په نوم دفاع وزیر قیوم ذاکر کوله او ملا یعقوب، صدر ابراهيم، د ننګرهار لپاره د طالبانو والي او سرې قطعې یې پکې فعال رول درلود».

د سادات په وينا، په ياده جګړه کې تر ۳ زرو پورې طالبان ووژل شول، همدومره ټپيان او ملا یعقوب له خپل یوه ډريور سره په تېښته بریالی شو.

د افغانستان دا مشهور جنرال دا هم وويل، چې افغانان ډوډۍ، عزت او ژوند غواړي، خو طالبانو دا هر څه ترې اخيستي او مخالف یې دي.

د نوموړي په خبره، دی له احمد مسعود سره په اړیکه کې دی او د طالبانو خلاف یې د جګړې ملاتړ کوي.

نوموړي له ډېرو جزییاتو پرته وويل، د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې به ژر د طالبانو خلاف چریکي عملیات پیل شي.

سمیع سادات په جمهوري نظام کې قانون مندۍ، دیموکراسۍ او د بشري حقونو او دولتي بیروکراسۍ اصولو ته په اشارې وویل، افغان ځواکونه مخکې د همدې قيوداتو په رعايت مکلف وو، خو اوس چې د کومې دولتي بیروکراسۍ تابع نه دي، د طالبانو خلاف د جګړې ګټل ورته اسانه دي.

دغه مخکیني افغان جنرال پر دې هم ټينګار وکړ چې طالبان دې له افغانانو سره خبرو ته کښېني، د سولې لاره دې غوره او د انتخاباتو له لارېدې په هېواد کې د منتخب نظام جوړیدو ته غاړه کښېږدي.

طالبانو د جنرال سادات د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو د دفاع وزیر یې ملا یعقوب مجاهد تېره اونۍ هرات ته د سفر پر مهال خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې نور دیموکراسۍ او د دوی مخالفانو ته د غږ پورته کولو مجال نشته.

یعقوب مجاهد د طالبانو د ټولو جنګي او نظرياتي مخالفانو د ځپلو خبرداری ورکړ.

3 COMMENTS

  1. جنرال سمیع سادات یو تکړه افغان افسر دی ، د هغه په وطندوستي او افغانیت کې هېڅ شک نشته ، اما د افغانستان د ملي وحدت او ملي یوالې دښمن احمد مسعود سره د دوی تماس ، د هغوی د تېرو خدمتونو ، افغانیت او ملي فعالیتونو اغېز او ارزښت تر پوښتنې لاندې راولي . هیله ده چې له داسې منفورو او خاینو کسانو له ملاتړ او اړیکو نه ځان لرې وساتي .

  2. لږ شرم پکار دی سادات صاحب د احمد مسعود سره اړیکه ستا د جنرالی سره ښه نه ښایی. احمد مسعود خپلی خبری نشی کولی، هسی یو سمبول دی.
    بله خبره داده چه اوبه د ورخه تیری دی هسی باټی مه وله. اشرف غنی ستا په جنرالی باور وکړه، مګر ته د مجهزو اسلحو، کماندو قطعاتو او ډیر لویی وظیفی سره خیانت وکړو.
    شرم او وجدان هم ښه شی دی.
    د اوکراین د یو خورد ظابت پشان وظیفه دیی هم نه ده اجرا کړی.

  3. تښتېدلي او شرمېدلي تش په نامه جنرال د لنډغرو د مشر او د ملي نفاق د اتل زوی ته پناه وروړې او د هغه خاین سره په شریکه په افغانستان کې جګړه پیل کوي. ویني تویوي، خلک وژني او یو ځل بیا د لنډغرو رژیم راولي. و دې شرمېږي چې عزت یې په داو ولګاوه. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب