تاند:(یکشنبه، د حمل اوومه) د طالبانو او امريکا د سولې تړون کوربه هېواد «قطر» له طالبانو غوښتي چې له نړيوالې ټولنې سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان آل ثاني په يوه تازه مرکه کې وويل، له شپږم ټولکي پورته د افغان نجونو د نه پرېښودو په اړه د طالبانو پرېکړه بوږنوونکې وه او له طالبانو غواړي چې پر خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي.
آل ثاني این بي سي تلویزیون ته وویل، له طالبانو غواړي چې نجونو ته د زده کړو د حق د ورکولو او پراخ بنسټه حکومت د جوړولو په اړه له نړیوالې ټولنې سره پر خپلو ژمنو ودرېږي.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په تړاو د خپل هیواد د منځکړتوب د رول دفاع وکړه.
قطر له ډېرو کلونو راهیسې د طالبانو د سیاسي دفتر او همداراز د امریکا او طالبانو د هغو خبرو کوربه و چې په نتیجه کې یې د ۲۰۲۰ د فبرورۍ په ۲۹ مه د دواړو خواوو ترمنځ موافقه لاسلیک شوه او پر اساس یې امریکايی پوځیان له افغانستانه ووتل.
دغه هېواد له امریکا متحده ایالاتو سره د يوې موافقې پر اساس، په افغانستان کې د امريکا د ګټو د ساتنې او د دغه هېواد د ديپلوماتيک رابط مسووليت هم پر غاړه اخيستی دی.
د طالبانو د سیاسي دفتر د ډېرو غړو کورنۍ لا هم په قطر کې دي.
د قطر په ګډون ډېرو اسلامي هېوادونو، نړيوالو سازمانونو او ميليونونه افغانانو د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو پر نه پرانیستلو اعتراضونه کړي خو طالبانو تراوسه پورې دغو انتقادونو ته قانع کوونکی ځواب نه دی ویلی او حتي یو شمېر سترګه ور طالبان تراوسه پورې حاضر شوي نه دي چې په دې اړه خبرې وکړي.