زبیر افغان
د حدیثو په کتابونو کې له محرم پرته د میرمنو د سفر په اړه ممانعت راغلی دی، یوه حدیث کې دي چې که میرمن د یوې ورځې او شپې سفر کوي باید محرم ورسره وي، په بل کې دوې ورځې او په بل کې درې ورځې او شپې راغلې دي. مناسبه ده چې لومړی په دې اړه راغلي احادیث تر نظر تېر کړو، بیا به يې پر مفهوم او احکامو بحث وکړم:
عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عُمَرَ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: «لَا يَحِلُّ لِامْرَأَةٍ، تُؤْمِنُ بِاللهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ، تُسَافِرُ مَسِيرَةَ ثَلَاثِ لَيَالٍ، إِلَّا وَمَعَهَا ذُو مَحْرَمٍ» (صحیح مسلم، کتاب الحج، باب سفر المراة مع محرم الی حج و غیره، ح: 827)
ژباړه: عبد الله بن عمر رض له رسول الله ص څخه روایت کړی، چې ده ویل: یوه میرمن چې پر الله او اخرت ایمان لري، له محرم پرته د درو شپو سفر کول ورته جواز نه لري.
«لَا تُسَافِرِ الْمَرْأَةُ يَوْمَيْنِ مِنَ الدَّهْرِ إِلَّا وَمَعَهَا ذُو مَحْرَمٍ مِنْهَا، أَوْ زَوْجُهَا» (تېره حواله)
دوې ورځې به یوه میرمن سفر نه کوي، مګر چې محرم یا مېړه يې ورسره وي.
عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ، أَنَّ نَبِيَّ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «لَا تُسَافِرِ امْرَأَةٌ فَوْقَ ثَلَاثِ لَيَالٍ إِلَّا مَعَ ذِي مَحْرَمٍ»، (تېره حواله)
ژباړه: له ابو سعید الخدري رض روایت دی چې رسول الله ص وویل: ښځه تر درې ورځې اضافه یوازې له محرم سفر کولای شي.
«لَا يَحِلُّ لِامْرَأَةٍ مُسْلِمَةٍ تُسَافِرُ مَسِيرَةَ لَيْلَةٍ إِلَّا وَمَعَهَا رَجُلٌ ذُو حُرْمَةٍ مِنْهَا» (تېره حواله)
ژباړه: یوې مسلمانې ښځې ته روا نه ده چې د یوې شپې په اندازه له محرم پرته سفر وکړي.
دا ډول ګڼ روایات شته چې ښځې يې د محرم له وجود پرته له سفره منعه کړې دي.
«لَا يَخْلُوَنَّ رَجُلٌ بِامْرَأَةٍ إِلَّا وَمَعَهَا ذُو مَحْرَمٍ، وَلَا تُسَافِرِ الْمَرْأَةُ إِلَّا مَعَ ذِي مَحْرَمٍ» (تېره حواله)
ژباړه: یو سړی دې د محرم له وجود پرته له پردۍ ښځې سره نه یوازې کېږي او نه دې یوه میرمن له محرم پرته سفر کوي.
دلته بیا د هر ډول سفر ممانعت راغلی دی.
په دې حدیثو د پوهېدلو لپاره که یوځل د عربي نړۍ د هغه وخت حالاتو ته وکتل شي، نو دا لارښونې پر ځای معلومېږي، د رسول الله ص په ژوند کې عربي جزیره ناامنه وه، خو د یوه قوي دولت بنسټ چې رسول الله ص کېښود، د اصحابو په شان د قوي عزم او پياوړې ارادې خاوندان خلک يې ورته وروزل؛ نو باوري شو چې دغه جزیره به یو وخت امن کېږي، اما تر هغو چې امن شوې نه وي، د میرمنو لپاره همدغه حکم دی چې له محرم سره یوځای به سفر کوي، څو له شوکمارو، غلو، لار شکونکو، قومي بدیو د خاوندانو، جګړه مارو او نورو بدو خلکو لاس ورته ونه رسېږي، خو که امن شي نو رسول الله ص يې په اړه داسې هم ویلي دي:
قَالَ «فَإِنْ طَالَتْ بِكَ حَيَاةٌ، لَتَرَيَنَّ الظَّعِينَةَ تَرْتَحِلُ مِنَ الحِيرَةِ، حَتَّى تَطُوفَ بِالكَعْبَةِ لاَ تَخَافُ أَحَدًا إِلَّا اللَّهَ، (بخاري، کتاب المناقب، باب علامات النبوة في الاسلام، ح: ۳۵۹۳)
ژباړه: رسول الله ص ویل: که ته ژوندی پاته شوې، نو یوه ښځه به ووینې چې د حیره له ښاره به په سفر روانېږي؛ څو پر کعبه طواف وکړي، له الله ماسیوا به د بل چا وېره نه وي ورسره.
په دغه حدیث کې رسول الله ص یادونه وکړه چې د عراق له حیره ښاره به یوه میرمن کعبې ته ځي، عربي جزیره به داسې امن شوې وي چې دغه میرمن به تر کعبې ځان رسوي، طواف به کوي، پر ټوله لار به یوازې د الله وېره ورسره وي، نور به هيڅوک د هغې د ډارولو هڅه نه شي کولای او دا به په پوره امن او ډاډ خپل سفر کولای شي.
په تهذيب الکمال کې امام مزي وايي چې عدي بن حاتم رض د دغه حدیث راوي، په اوومه هجري د شعبان په میاشت کې مسلمان شوی دی.
د دې حدیث له متن او د راوي له اسلام منلو څخه يې ښکاري چې د ښځو په اړه د رسول الله ص په پاسنیو احکامو کې يې دغه وروستنی دی، دویمه خبر داده چې عدي رض ته وايي، که ته ژوندی پاته شوې، نو له حیرې به یوه ښځه کعبې ته سفر کوي، په داسې حال کې چې حیره د دې خبرې کولو مهال د فارسیانو د لاس پوڅو تر واک لاندې وه، نو دا معنا لري چې که وېره موجوده نه وي، میرمنو ته پر لار خطر نه متوجې کېږي، هغوی کولای شي چې له محرم پرته هم سفر وکړي.
پاس راوړل شوي احادیث یوه ورځ یوه شپه، دوې ورځې دوې شپې درې ورځې درې شپې او یا هم تر درې ورځو او شپو اضافه وخت په ګوته کوي، له دې معلومېږي چې لومړی د ښځې سفر کول بیخي ممنوع و، بیا چې حالات یو څه ښه شوو، بیا د یوې ورځې یا شپې په اندازه اجازه ور کړل شوه، کله چې زیاتې سیمې د مسلمانانو په کنټرول کې راتلې، د غلو، دښمنانو، مشرکانو، لار وهونکو او نورو خطرونو شتون کم شو، رسول الله ص ښځو ته د زیات سفر اجازه ور کوله، اخیر يې درو یا تر درو اضافه ورځو ته جواز اوږد کړی دی، په اخیر کې يې ویلي چې ان که له حیرې څخه تر کعبې سفر وکړي، لار امنه وي، ستونزې ورته پېښ نه شي، نو باک نه لري، شرعن د هغې د سفر مخه يې څوک نه شي نیولای.
لکه په دې حدیثونو کې چې له وخت او مکان سره سم بېلابېل احکام او هدایات ور کړل شوي دي، همدغه ډول نور وختونه او ځایونه هم د جلا جلا احکامو غوښتنه کوي. له دې امله فقهاء کرام وايي چې احکام د زمانې او مکان په تغییر سره تغییرېږي.
اوس حالا تر پخوا ډېر بدل شوي دي، هغه پخوانی خطر نه شته، ښځې په الوتکه، اورګاډي، موټر او نورو وسایلو کې ښه په امن سفر کولای شي؛ نو اړتیا نه شته چې له ښځې سره دې حتمي محرم ملګری وي. ښځې دندې لري، زدکړې کوي، تجارت لري، د قریبانو کره ځي او سل نورې اړتیاوې لري؛ په نوره دنیا کې یوه میرمن هره ورځ له یوه ښاره بل ته په خپل کار پسې ځي، نو که مېړه یا بل محرم له هغې سره تګ راتګ کوي، تر واده به يې پر ډلو ډېر ولاړې شي، لازمه ده چې د وخت، ځای، ټولنې او نړۍ عیني شرایط درک شي او د احکامو په په جاري کولو او فتوا ور کولو کې تجدید نظر وشي، نه دا چې د نوې عصر لپاره چې غوښتنې، حالات او وسایل يې ټول نوي دي، انسانان او افکار يې نوي دي، خو احکام دې هماعه د زرو کلونو وړاندې احکام ورته بسنه وکړي او هماعه دې له هر ډول تغییر او تبدیل پرته پر عملي او پلي شي.
یوه مهمه نکته دا هم ده چې په درې ورځې موده کې یوه میرمن پر ټوله نړۍ را ګرځېدلای شي او بېرته خپل کور ته هم راتلای شي. نو که درې ورځې وخت په حدیث کې جواز لري، بیا خو پر ټوله نړۍ د ګرځېدلو جواز هم لري؟ هغه میرمن چې هر سهار له یوه ښاره بل ته په کار پسې ځي، ماښام بېرته خپل کور ته راستنېږي، هغه خو د همدې حدیثو له مخې هيڅ ډول ممانعت نه لري، ځکه په حدیث کې یوه ورځ، یوه شپه وروستی کم وخت ذکر شوی دی چې باید له دې په اضافه وخت کې دې میرمن له ځان سره محرم ملګری کوي، نو دا چې یوه ورځ هم نه لګېږي، بیا خو تر دې حکم لاندې نه شي راتلای، په داسې حال کې چې هغه به هره ورځ د پخوا په نسبت د څو ورځو او شپو سفر کوي.
که په سفر کې له محرم پرته د نورو غیر محرم کسانو وجود ددې لامل بلل کېږي چې باید محرم ورسره وي، نو دا خو موږ ته ثابته ده چې د افغانستان او پاکستان هيڅ کور داسې نه شته چې په هغه کې دې دوه وروڼه یوځای ژوند نه سره کوي، لېور د ورېندارې څه دی؟ حدیث کې یې مرګ بللی دی، نو که لېور له ورېندارې دورمره لرې او غیر محرم وي، بیا نو په یوه کور کې د لېور وجود هم باید د داسې عامل وبلل شي چې خلک کورنه سره جلا کړي او حدیث کې باید ددې لارښونه راغلې وای، ځکه د رسول الله ص په زمانه کې هم خلک یوځای اوسېدل، که د ورېندار په شتون کې غیر محرم لېور په کور کې شرعي ستونزه نه پېښوي، نو د نورو انسانانو شتون يې ولې پېښه کړي؟
د نصوصو له ګڼې والي سره په دې موضوع کې د مذاهبو ترمنځ اختلاف شته، که د اوس وخت حالاتو ته وکتل شي، نو زموږ د ټولنې د جامد فکره کسانو لپاره د مالکیانو مذهب هم یوه غوره نمونه ده چې په هغه مذهب عمل وکړي او د ټولنې ښځو ته اجازه ور کړي چې سفر وکړي او د سفر مهال ستونزې ورته ایجاد نه شي.
دوی باید د جبري احکامو چې له وخت، مکان او ټولنې سره سمون نه لري، په ورکولو نه د دین څېره مسخه کړي او نه خپل ځانونه بدنام کړي، جبري احکام به یو څه وخت خلک عملي کړي، خو په وړاندې يې عکس العمل هم حتمي دی، دلته دوه زیانه موږ ته رسېږي، یو دین ورسره بدنامېږي او بل د ټولنې وګړي له ستونزو سره مخېږي، درېيم تاوان يې دوی ته دی چې ښايي په وړاندې يې ملت او نړۍ توند غبرګون څرګند کړي چې که نور نه وي، هغوی له مالي او ډيپلوماټیکو ستونزو سره مخ کړي.
۲۰۲۲/۳/۲۶
د زبیر ورور د ګټوری لیکنی څخه په مننی سره؛
د متحجر طالب ستونزه دا ده چی دا حقیقت نه منی:
( د قرآن او احادیثو یوازنی او رښتینی مفسرین فقط او فقط ” زمانه او زمینه ” ده او بس ).