شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+نفرت او ترهګرۍ

نفرت او ترهګرۍ

مولانا وحیدالدین خان
ژباړه واحد عظيمي
نفرت او ترهګرۍ د حقیقت دوه اړخونه دي. نفرت د منفي سوچ پایله ده او ترهګرۍ د منفي کار پایله ده. نفرت نافعاله ترهګره ده اؤ ترهګرۍ بیا د عملي نفرت نوم دی.
منفي فکر داخل کې نفرت پيدا کؤي او بهر کې بیا د ترهګرۍ سبب وګرځي. څوک چې د نفرت خبرې کؤي هغه ډېر لوی مجریم دی ځکه هغوی چې د نفرت خبرې کؤي خلک پۀ غوسه کؤي اؤ کله چې غوسه زیاته شي بیا تاوتریخوالی رامنځته کړي.
منفي فکر څۀ دی؟ منفي فکر د رواني مرګ دویم نوم دی. څوک چې پۀ انسان کې د ننه منفي فکر رامنځته کړي، هغه د انسانیت تر ټولو ستر مجرم دی ځکه چې منفي فکر پۀ انسان کې رغنده فکر لۀ منځه وړي. داسې خلک پۀ ټولنه کې لۀ معتدل مزاج سره نۀ شي اوسېدلی اؤ څوک چې د رغؤنې فکر ونۀ لري اؤ معتدل مزاجه نۀ وي هغه هېڅ کله هم پرمختګ نۀ شي کؤلای اؤ کۀ چیرې پرمختګ هم وکړي د منافقت لۀ لارې پرمختګ کوي؛ يعنې په زړه کې خلک ډېر بد ګڼي خو ظاهراً له خلکو سره ښۀ سلوک کؤي او له هغوی څخه مادي ګټه پورته کوي.
 ترهګرۍ یو ستر شر دی، چې د ټوپک او بم پۀ زور نۀ ختمېږي. د ترهګرۍ د لۀ منځه وړلو لپاره باید د خلکو فکر بدل شي اؤ د هغوی پۀ منځ کې باید مثبت فکر رامنځته کړای شي. تر هغه وخته چې د خلکو فکر بدلون ونۀ مومي، ترهګرۍ نۀ ختمېږي.
منفي فکر د شکایتونه لامل ګرځي، خلک هغه شکایتونه د کومې ډلې توطئې وبولي اؤ د همغې ډلې پر خلاف راولاړېږي؛ خو حقیقت دا دی چې شکایت د فطري نظام يؤ برخه ده او د شکایتونو سببونه نۀ ختمېدونکي دي. نو غوره لار دا ده چې شکایتونه ته پام ونۀ شي اؤ لۀ شکايتونو سره سره بیا هم لۀ خلکو سره د مهربانۍ او خواخوږۍ راشه درشه وساتل شي.
الرساله، جنوري 2009

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب