انسان یوازینی ژوی دی چې د مرګ معنا و مفهوم پېژني او له خپل وروستي انجامه خبر دی. په دې حساب د ده ژوند باید په سخته وارخطایي کې تېرېدلای، مګر داسې لارې یې موندلي دي چې د مرګ وېره ورسره کمېږي او زغمل یې اسانېږي.
د مرګ د وېرې په کابو کولو کې زموږ لوی مرستندوی دیني باور دی. د اولاد لرل یوه بله ذریعه ده چې د دې وېرې د شدت مخه ورباندې نیسو. متل دی، وایي، د ټولو غم، نه غم. د مرګ عمومیت هم هغه ته غاړه اېښودل اسانه کړي دي. انسان چې اجتماعي موجود دی او ځان له هرې خوا په ټولنه کې ویني، د ټولنې د تلپاته والي تصور ورسره مرسته کوي چې د ژوند د ختمېدا وېره هېره غوندې کړي. خوشحال وایي:
ښه خو دا چې د چا نوم پکې یادېږي
په فاني دنیا به نه وي، ژوندی تل څوک
په تاریخ کې پاتېدل، د راتلونکو نسلونو په خاطرو کې اوسېدل او له مرګه وروسته په ټولنه کې خپلې نخښې پرېښودل د متمدن انسان لپاره د فنا د وېرې په کابو کولو کې پکارېږي.
موږ مړینه معمولا داسې حادثه احساسوو چې بل ته ورپېښېږي. ځينې کسان د دوستانو د مړینې په وخت لیکي: پلاني د تل لپاره یوازې پرېښودو. په دې جمله کې ما ته همدا تېرایستونکی احساس راښکاري چې زه خو به تل دې خوا ته پاته یم او دا نور دي چې د عدم په سین لاهو کېږي. د انسان ذهن د وېرو د کمولو لپاره منطقي دلایل او خیالي وسیلې دواړه استعمالوي. یوناني فیلسوف اپیکور ویلي وو چې له مرګه مه ډارېږه، ځکه کله چې دی وي، ته نه یې او چې ته یې، دی نشته.
خو لوږه داسې بلا ده چې موږ په ژوند او په شتون کې ګواښي. د مرګ وېرې د اکثرو کسانو په ورځني ژوند کې لویه ستونزه نه ده پېښه کړې مګر د لوږې وېره ډېره عامه او ځوروونکې ده.
لنډۍ ده، وایي: مرګی خو ښه دی پرده پوښ دی/ بده نېستي ده، ښه ځوانان بدرنګوینه
د ګڼو پوهانو په نظر اکثره ابتدایي عقیدې او اسطورې د مرګ او لوږې له دوو بنیادي وېرو زېږېدلې دي. که څه هم اوسني تمدن لوږه ډېره کمه کړې ده خو د لوږې وېرې په خورا شتمنو انسانانو باندې هم لوبې کړې دي. انسان چې په زرګونو کلونو په ګېډه موړ نه و، ان د قارون غوندې شتمن یې اروا وږی او وږ سترګی دی.
د کار نه موندلو وېرې، له کاره د شړلو وېرې، د وچکالۍ وېرې، د ګرانۍ وېرې او د کور د هغه غړي د ناروغۍ وېرې چې ډوډۍ ګټي، خصوصا زموږ په بېوزلې ټولنه کې، د ډېرو ژوند ډېر تریخ کړی دی. بېوزلان دغسې وېرې په دوامدار ډول احساسوي. موږ معمولا د بیوزلي نتایجو ته د لوږې او مادي احتیاج له نظره ګورو خو له دې نظره چندان نه ورته ګورو چې په ذهن باندې یې بوج او بد اثر څومره دی. دوامداره بېوزلي د بنیادم روحیه ځبي، د هغه د دقت او فکرکولو قوت کموي او پر ځان باور یې ژوبلوي. په هغه لنډۍ کې د لوږې او بېوسۍ همدې ذهنی نتایجو ته اشاره شوې وه. د ټولنې شتمن د بېوزلو د درک په ځای ډېر ځله پېغورونه ورکوي او متلونه پسې کوي چې غریب خدای کړې، دووس چا کړې؟ یا: خوار خدای کړې، ژاولن چا کړې؟ د بېوزلو او وزګارو ځوانانو غوږونه له داسې خبرو سره ډېر اشنا دي: ته لټ یې، ته د کار نه یې! ته یې مفته غواړې! غریب سړي ته پخپله هم اکثره وخت ځان ملامت ښکاري.
زموږ بله لویه وېره د ناامني ده. امن په مشهوره معنا او پخوانۍ معنا د سر او مال خوندیتابه ته وایي خو په اوسنۍ زمانه کې یې معنا وسیع شوې ده او «څنګه امن» هم د «امن» په مفهوم کې شامل شوی دی. نن سبا په ټولنه کې د درناوي احساس، د ازادي احساس، د تنوع احساس، دا تشویش ډېر نه لرل چې سبا ته به څه کېږي او ځان په قانون کې خوندي لیدل، دا ټول د امن په معنا کې شامل دي. افغانان په وروستیو لسیزو کې د جګړو او بې ثباتیو په نتیجه کې ناامنیو دومره ځبلي دي چې د سر و مال ساتنه یې اوس تر ټولو لویه اندېښنه وي او له ګڼو وطنوالو سره د امن غم دومره زیات دی چې په څنګه امن پسې نه ګرځي.
افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت په وجه چې بهرني یرغلونه یې ډېر لیدلي، د پراخې غرنۍ ساحې په وجه چې حکومتي کنټرول یې مشکل کړی دی، د ګڼو خلکو د کوچیتوب په وجه چې اداره یې مشکله ده او د کلیوال او پوونده ټکرونه یې زېږولي، د کمزوري اقتصاد په وجه چې د حکومتونو امکانات یې کم کړي دي، د قبایلي جوړښتونو په وجه چې د بغاوت امکان یې زیات کړی دی او د دغو ټولوعواملو په نتیجه کې د کسات او بدۍ د راپیدا شوي کلتور په وجه نسبتا ناامنه هېواد پاته شوی دی. زموږ اصلي معماري د کلا معماري ده او کلا مو برجونه لري او برجونه یې تیرکښونه، یعنې د ناامنۍ وېره دلته زیاته او پخوانۍ وه.
د حکومتونو له کمزوري سره د ناامني رابطه طبیعي ده مګر داسې هم ډېر شوي دي چې حکومت پیاوړی وي او خلک ناامنه، ځکه د اکثرو ټولنو په څېر د قانون د حاکمیت رواج دلته نه و او وروستۍ فیصلې د واکمن ګټې او مزاج کولې. که به واکمن پیاوړی و، خلک به یې د نورو له یرغله ساتل، مګر دا ضمانت نه و چې خپله یې ونه لوټي او په بلا یې وانه ړوي. د نېک او بې ازاره واکمن په وخت کې به که هر څو خلکو د زړه له تله ویل چې تخت او بخت دې برقرار اوسه! خو په سیاسي لحاظ به خلک ډاډه نه وو او وېرې به ورسره وې، ځکه د اوسنۍ زمانې د اساسي قانون په شان یو سند موجود نه و چې د واکمن د قدرت د کنټرول قانوني لارې چارې اټکل شي او یا د هغه له مړینې او ختمېدو وروسته د ګډوډۍ مخه ونیول شي. د «پاچا ګردشي» کلمه موږ ته ګډوډي او ناامني رایادوي.
زموږ په ولسي ژبه کې تر اوسه پورې «سیاست کول» د چارو د اداره کولو او تدبیر کولو په معنا نه بلکې د وېرولو، سزا ورکولو او بل ته زورښکارولو په معنا راځي او علت یې دا دی چې د حکومت د دوام لپاره په زور او په وېرولو باندې تر حد زیاته تکیه شوې ده. د وېرولو له لارې ځان خوندي کول د لنډ وخت لپاره ممکن نتیجه ورکړي خو د اوږدې مودې خوندیتابه ته د خلکو قناعت پکار دی. خوشحال خټک، چې ده او د کورنۍ مشرانو یې ډېره موده د خاني او سرداري تجربه لرله، د وېرولو بد عاقبت ته متوجه و او بل وېرول یې خطرناک ګڼل. دی فرمایي:
له تا چې وېره کا ځینې به وېره کړې
یا به یې وېره له زړه بدره کړې
که یې د وېرې علاج در ونه شي
مټ کړه چې زر یې مهم تر سره کړې
دا هم د ده وینا ده:
که زور د فیل لرې، زړه د ضیغم لرې
له تا چې غم لري، ځنې به غم لرې
علاج یې وکړه له پسه خوب کړه
په خپله خونه کې چې مار لړم لرې
غم، وېره او اندېښنه (تشویش) درې واړه منفي عاطفې دي چې توپیر سره لري او په ځینو جملو کې د یو بل په ځای راځي، په ځینو نورو کې نه راځي. دلته په دویمه څلوریزه کې (غم لرل) د (وېرې لرلو) په معنا راغلی دی. غم معمولا د هغه څه په باره کې وي چې له لاسه یې ورکړو خو وېره د خطر په وخت کې غبرګون دی. که زلزله شي، سړی غالبا له کوټې په منډه بهر راوځي، ځکه زلزلې وېرولی دی او چې خدای مکړه په زلزله کې یې څوک ومري، ورباندې غمجن شي. که څوک ووایي، زه زلزلې اندېښمن کړی یم، منظور یې دا دی چې په اینده کې یې د بیا پېښېدو تشویش لري.
نو په زمانې لحاظ غم له ماضي، اندېښنه له آیندې او وېره له حال سره تعلق لري. د غم او وېرې موضوع معمولا مشخصه وي او د اندېښنې موضوع شاید مبهمه. کله چې لولو:«یوه ناڅرګند غم مې زړه ته لاره وکړه»، منظور ورنه اندېښنه وي. موږ وایو، له سپي وډار شوم، خو داسې نه وایو چې له سپي اندېښمن شوم. ډارن منفي صفت ګڼو خو اندېښمن نه. ولې؟ ځکه وېره په اصل کې د یوه واضح خطر په مقابل کې وي چې غبرګون رانه غواړي او زړه ورتوب یا بې زړه توب مو پکې غالبا نورو ته ورښکاري خو اندېښنه د یوه احتمال پیداوار ده چې د یو چا ذهن یې بوخت ساتلی دی او نور خلک شاید هیڅ ورباندې خبر نه شي. زموږ په روان بحث کې ډېرځایه د وېرې کلمه د اندېښنې په معنا راغلې ده ځکه اندېښنې ته چې وېره ووایو، لا یې جدي او واقعي وګڼو.
کلتور او ناوړه اجتماعي عادتونه د وېرو او اندېښنو یو بل عامل دی چې په هره ټولنه کې یې بڼه فرق لري. زموږ په ښارونو کې ښځې معمولا له کوره یوازې نه راوځي، یوه بله به هم ورسره وي، که بل څوک ونه مومي، یو ماشوم ورسره وي. دا ولې؟ ځکه چې د تومت وېره موجوده ده. په دې اړه د خوشحال خټک په لاندې بیت کې د هغه وخت د ټولنې له ذهنیته خبرېږو:
زیارت میارت بانه کا د رنځورمنځور پوښتنه
چې لاړه په هر لور شي، له هر چا سره خوارېږي
په لنډیو کې اورو:
خاونده دا پرده مې وکړې
له تورپېکۍ سره زیارت ته تللی ومه
یو چا ته به د ورور کونډه لکه خور ښکاري خو واده به ورسره کوي ځکه که په پردیو واده شي، له پېغوره وېرېږي. کونډې ته به هم لېور لکه ورور ښکاري خو واده به ورسره کوي ځکه چېرته به ځي؟ څه به کوي؟ موږ د خلکو د خبرو له وېرې ډېر هغه جسمي کارونه چې په پردو وطنونو کې کوو، په خپل وطن کې نه کوو. اویا، اتیا کاله پخوا به زموږ په کلي کې یوه تجربه کار سپین ږیري خپلو کشرانو ته نصیحت کاوه: « که خرابې ته (د کلي لویدیځ لور ته د یو ځای نوم و) ځې، خلکو ته به وایې، ژرندې ته (د کلي په جنوب کې وه) ځم او که ژرندې ته ځې، خلکو ته به وایې، خرابې ته ځم.» دغه سړی دروغجن نه و او ډېر بې بدو، دروند سړی و، خو داسې نصیحتونه یې ځکه کول چې وېره ورسره وه او دا وېره د ټولنې عادتونو ور پیدا کړې وه.
زموږ په ټولنه کې د خرافاتو او ناسمې روزنې په وجه پیدا شوې وېرې هم زیاتې دي. یو به راپاڅي، وایي به ما په پلانۍ هدیره کې یو قبر ولید، لاس مې ورباندې کېښود، دومره تود و لکه سره تناره ته چې دې لاس نیولی وي. بل به وایي، په هاغه خرابه کې مې یو ماښام په خپلو ګناهګارو سترګو پېری ولید، ونه یې لکه د اته کلن ماشوم ټیټه، پښې یې لکه د اوښ خپړ (پنجه) ګردې، سترګې یې په مخ کې جګې ولاړې او د کونګ غوندې تېزې، د مخ رنګ یې لکه سیوري ته چې ګورې او بلکې تر سیوري هم تور. دغسې کیسې ماشومان او ان ځینې لویان وېرولی شي. د وېروونکو کیسو په جوړولو کې د میندو او پلرونو برخه هم شته. مثلا ماشوم به ډاروي چې د څاه غاړې ته مه ځه، هلته بلا اوسي. پیری زموږ له عقایدو سره سم یو رشتیانی مخلوق دی چې په ولسي باورونو او خرافاتو کې یو وېروونکی شی ورنه جوړ شي.
په اوسنۍ زمانه کې رسنۍ د اجتماعي وېرو یو بله سرچینه ده. زموږ په ټولنه کې چې د دوامدارو جګړو او بدمرغیو په نتیجه کې کابو هر انسان مظلوم دی او قهر او د کسات ارزو کابو هر زړه ته لاره کړې ده، په خواله رسنیو او نورو کې د یو بل سپکاوی ډېر عام دی. (زموږ ډېرو معتبرو رسنیو هم ډېر وخت تا ویلې، ما ویلې ته ورکاوه او د ټولنې لویې ستونزې یې له پامه غورځولې. دا به مثلا د تاوده بحث موضوع وه چې یو چا به یوه مقام ته بد ویلي وو خو پر دې موضوع سوړ بحث هم نه کېده چې زموږ د نفوسو وده زموږ تر اقتصادي ودې دوه، درې برابره چټکه ده او د دې معنا دا ده چې زموږ لوږه اوغریبي زیاتېږي، کمېږي نه. زموږ یو لوی مشکل دا دی چې له ځینو خیالي خطرونو وېرېږو خو له ځینو جدي خطرونو نه وېرېږو، لکه همدا د نفوسو چټکه وده.)
د یو بل تخریبولو یوه منفي نتیجه دا هم ده چې په اجتماعي چارو کې د وګړیو برخه اخیستل کموي او د «افت نه رسد ګوشه ی تنهایی را» مفکوره پیاوړې کوي چې د ټولنې په تاوان ده.
موږ که په خواله رسنیو کې اشخاص نه یادوو او په پېښو غږېږو، بیا هم دا امکان ډېر دی چې یوازې منفي پېښې راواخلو او په ټولنه کې وېره زیاته کړو. دا کار به شاید د خواخوږۍ له مخې او د خلکو د پوهولو به نیت کوو خو که د وېرې په څنګ کې امېد نه وي، یوازې وېره د پوهاوي سبب نه بلکې د وارخطایي سبب ګرځي. وارخطا ذهن ته زده کړه ډېره سخته ده.
د هرې زمانې او هرې ټولنې وېرې یو څه بېلې وي. د رحمان بابا د شاعري لوستلو دې نتیجې ته رسولی وم چې له هغه سره د سېلاب وېره، نسبت اوسنو خلکو ته، زیاته وه. اوسني پیښوریان د سېلاب وېره نه احساسوي او په لنډیو کې اورو:
پاس په تېرا اوره بارانه/ د پېښور په نصیب سېل دی را به شینه
په تېرو زمانو کې د خطرناکو ساري ناروغیو وېره هم زیاته وه. له اقلیمي تغییراتو وروسته د وچکالۍ اندېښنه تر پخوا زیاته شوې ده. زه وروسته له څو لسیزو هم کله کله امتحان په خوب وینم او وارخطا یم. په تېرو زمانو کې د ازموینې وېره نه وه یا تر اوسني وخت ډېره کمه وه. تر جګړو له مخه مې یادېږي چې د کور دروازه به وټکېده، ټول به خوشحاله شو، فکر به مو کاوه چې ښې خبرې به واورو، خو له جګړو وروسته، ان تر ننه پورې، چې دروازه وټکېږي، اول دا خبره په زړه کې راتېرېږي چې خدایه خیر کړې، بیا څه نه وي پېښه! ما دا خبره له ډېرو دوستانو سره شریکه کړې او هغوی هم ورته تجربه لرلې ده. دا د پر له پسې جګړو او بدمرغیو په پایله کې د منفي انتظار وېره ده، یعنې له پېښو مثبته توقع نه لرو. د وروستیو لسیزو په کابل کې که به چا وغوښتل اپارتمان راونیسي، دا امکان و چې یو بل څوک ورته ووایي:« مه یې اخله، دا خو داسې ده لکه په څو متره هوا چې پیسې بندوې، که یو راکټ ورباندې ولګېږي، بیا به هیڅ نه وي. مځکه ښه ده، بلا یې نه وهي!» او دا فکري کلیشه بې بنیاده نه وه، زموږ د اندېښنو پیداوار وه. دلته د سختې زلزلې وېره، د توغندیو وېره او په ودانۍ جوړولو کې د سټنډرډ نه مراعتولو وېره وینو. د سټنډرډ وېره زموږ په سیمه کې عامه ده. زموږ یوه خپل چې داکتردی، راته ویلي وو چې زه د غاښونو لپاره تر ګردو ارزان بیه کریم اخلم. ما ورته وویل: ولې؟ ویل یې، په لسو روپیو کې به نو څه تقلب کوي؟ (هغه وخت موږ په پاکستان کې اوسېدو او تر ګردو ارزانبیه کریم په لس روپۍ و.) البته، ډیری وخت یو ارزانه شی ځکه نه اخلو چې ممکن تقلب پکې وي. که یو موبایل یا مثلا تلویزیون اخلو، په پيژندګلو دوکاندار پسې ګرځو یا یو بل چا را ښودلي پلورنځي ته ورځو چې د تېرایستلو خطر کم شي. اکثره خلک له نااشنا قصابه غوښه نه اخلي، که څه هم بیدل ویلي وو: جز به دست اشنا نه فروخت قصاب استخوان. له لسګونو کلونو اورم چې له درملتونونو تاریخ تېره دوا راټوله شوه. یعنې حتا د دوا په سموالي هم باید پوره باور ونه کړو. ټوکه ده، وایي یو سړی د تقلب له لاسه دومره په عذاب شو چې بازار ته لاړ، زهر یې واخیستل چې ځان ووژني. زهر یې وخوړل خو مړ نه شو، ځکه په زهرو کې هم تقلب و.
په کورنۍ او یارانو، دوستانو باندې د هر چا زړه تکیه وي او موږ چې د اروپایانو غوندې د بېکارۍ بیمه، د صحت بیمه یا داسې نور حمایتي سستمونه نه لرو، په خپلوانو او یارانو باندې مو تکیه لا زیاته وي، مګر د پر له پسې مهاجرتونو په نتیجه کې ګڼ افغانان له خپلو ټولګیوالو، یارانو، ګاونډیو، خپلوانو او ان د کور له غړیو جدا، لرې، په یو بل ځای کې اوسي او دې حالت په ټولنه کې د تکیې نه لرلو وېره زیاته کړې ده. د کابل په قلعه فتح الله کې د جمهوریت د منځ په کلونو کې یوه سپین ږیري رهنمای معاملات راته وویل چې قلعه فتح الله څلور ځله تشه شوه او ډکه شوه. یو وار له اووم د ثوره وروسته، بیا له شپږم د جدي وروسته، بیا د ډاکتر نجیب الله د حکومت له ړنګېدو وروسته او بیا په کابل کې د استاد رباني د حکومت له ختمېدو وروسته.
د دفتري کاغذبازیو وېره هم اوسنۍ ده. ما په خپل ژوند کې څو ځله تاوان منلی دی مګر په دفترونو د ګرځېدو جراات مې نه دی کړی. په دې کې شک نشته چې موږ اکثره په خپلو دفترونو کې د بد چلند خاطره لرو خو دا وېره یو څه ژوره ده او شاید د نوي تمدن له غوښتنو سره زموږ د زرګونو کلونو پخواني ژوند د توپیر پیداوار وي او وخت پکار وي چې ورسره عادت شو. شاید هیڅوخت عادت نه شو او بالاخره ثابته شي چې د دغه تمدن اداري نظام او تشریفاتو د انسان فطرت ته پوره پام نه و کړی. د اروپا د لوی لیکوال کافکا په مړینه تر سل کاله زیات وخت اوړي. د ده لوستونکي کم شوي نه، بلکې زیات شوي دي. کافکا د اوسني تمدن په پېچلیو اداري سستمونو کې د انسان اسارت او بېوسي انځوروي او دا یې د اثارو د جذابیت یوه لویه وجه ده.
د عامو خلکو په حمایت کې د قانون او مقرراتو کمی زموږ د وېرو یوه بله منبع ده. زموږ په ټولنه کې بې شمېره ښځې له دې اندېښنې سره یو ځای عمر تېروي چې مېړه یې ورباندې بن رانه ولي او داسې قانوني لارې چارې نه لرو چې دوی له دې وېرې وژغوري. په ګڼو اسلامي هېوادونو کې د دې وېرې د کمولو لپاره یو سړی صرف د محکمې په اجازه دویم واده کولی شي. دی به محکمې ته دا ثابتوي چې دویم واده د هوس په اساس نه کوي بلکې واقعي اړتیاوې لري او شرایط یې ټول پوره کړي دي. یا مثلا داسې مقررات نه لرو چې د هغو په اساس کرایه نشین بې مشخصو او قانع کوونکو دلایلو له کوره ایستلو ته اړ نه شي. په قرارداد کې صرف دومره لیکلي وي چې که هر لوری قرارداد ختموي، بل لوري ته به یوه میاشت مخکې خبر ورکوي. د دې معنا دا شوه چې کرایه نشین باید تل په تشویش کې واوسي ځکه بل کورپیدا کول او کډه کول اسانې چارې نه دي.
په عامیانه اصطلاح هغه څه ته چې راپېښېږي او خپله اراده مو پکې نه وي، نصیب وایو. که په ښار کې چېرته ځو، شاید هر ټکسي چې په مخه راغی، لاس ورته ونیسو، پکې سپاره شو، خو که موټر اخلو، له پوره غوره وروسته یو انتخابوو، ځکه دا لویه سودا ده او دلته هر څه تصادف ته پرېښودل تشویش راپیدا کوي. په افغانستان کې ښځې د نصیبب وېره ډېره لري، ځکه په خپل واده کې یې د انتخاب حق نه وي یا تقریبا نه وي. موږ وایو، پلاني واده کړی دی او پلانۍ واده شوې ده، یعنې یو چا انتخاب کړی دی او یو څوک انتخاب شوي دي. دغه راز د اولاد لرل یا نه لرل او د لور یا زوی لرل، چې د ښځو په ژوند ډېر اثر پرېباسي، د دوی له ارادې بهر، د نصیب چارې دي. له تعلیمه محرومیت د نجونو د نصیب وېره تر بل هر وخت زیاته کړې ده.
د تورو جنګ وای ما به وکړای/ د نصیب جنګ دی وارخطا ولاړه یمه
تر اوسه مو په اجتماعي وېرو خبرې وکړې خو موږ هر یو په شخصي ژوند کې خپلې وېرې هم لرو چې شاید په ټوله ټولنه یا یو قشر کې عامې نه وي. ما د ژوند لومړني کلونه په کلي کې تېر کړل. زموږ د کور او ښوونځي په لاره کې د اوبو یو نهر و. په نهر کې مې یو کال چې په دریم ټولګي کې وم، دوه ځله مړي ولیدل چې په ډېر نامناسب حالت کې اوبو د نامعلومې هدیرې په لور په اوږو وړل. دې پېښو بد اغېز راباندې وکړ. نور به چې شپه شوه او د خوب لپاره به پرېوتم، په خیال کې به مې یو سین ولید چې ما ورکاږي او زه به وېرېدلم. که به مې هر څو په زړه کې وویل چې دا خو خیال دی، مګر وېرولم یې او تر ډېرو پورې به خوب نه راته. اخر مې یو ماخوستن جالبه فیصله وکړه. چې څنګه سین راښکاره شو، خپله مې وغوښتل چې په خیال کې سین ته ټوپ کړم. له ځان سره مې وویل، په دې طریقه به وهم ختم شي. وهم په رشتیا ختم شو.
دې تجربې په راتلونکي ژوند کې راسره مرسته وکړه چې وېرو او اندېښنو ته خامخا تسلیم نه شم. زه چې اندېښمن شم، له ځان سره وایم، په واقعیت کې یا هیڅ نه پېښېږي یا که پېښېږي، شدت به یې زما تر وېرې ډېر کم وي. دا تسل ځان ته هسې هوایي نه ورکوم بلکې د تېر عمر تجربې مې دا تسل تاییدوي.
اندېښنې اکثره وخت مبهې وي، یعنې پرېشان یوو خو هغه مشکل سم نه شو تعریفولی چې پریشان کړي یې یوو، ځکه نو عملي مقابله ورسره سخته شي. موږ چې له خپلو وېرو او اندېښنو بد منو نو فکر ورباندې نه کوو او لکه تیاره چې یو شی وېروونکی کړي، د ذهن تیاره هم اندېښنه یو په دوه او یو په لسه غټه کړي. د اندېښنې د کمېدو یوه لاره دا ده چې خپل تشویش واقع شوی وګڼو او بده نتیجه یې سترګو ته ودروو او دا وګورو چې دغه ناوړه حالت مو تر کومې اندازې ژوبلوي؟ د ناوړه حالت اندازه که معلومه نه کړو، په ذهن کې مو د مازدیګر د سیوري غوندې غټېږي او بې اندازې کېږي. چې اندازه یې معلومه شوه، بیا که غر لوړ هم دی، په سر یې لار شته.
بهتره ده هره اونۍ یو څه وخت د ځان په باره کې فکر کولو ته ورکړو او خپلې وېرې، خپلې تېرې هېرې ترخې تجربې او خپلې کمزورۍ وپيژنو. ځینې کسان خپلې اندېښنې د کاغذ په مخ لیکي چې سمې یې وپېژني. چې ستونزه واضح شي، د ذهني مقابلې په څنګ کې عملي مقابله هم ورسره د خپل وس په اندازه پکار ده. خوشحال وایي:
که فلک دې د زمري په خوله کې ورکا
د زمري په خوله کې مه پرېږده همت
د داسې اثارو لوستل چې تسکین درکوي او د داسې یارانو لرل چې روحیه در بخښي، لوی غنمیت وګڼه. د اندېښنو په مخنیوي کې شاید د هر چا لاره یو څه بېله وي. زه د خپلو اندېښنو په کمېدو کې د پلي ګرځېدا او د ادبیاتو ډېر منت بار یم. څو څلوېښت کاله پخوا یوه شپه اندېښنو په مخه کړی وم، ناارامه وم، د حافظ دېوان مې راواړاوه چې ګوندې پام مې په بله شي. په دا لاندې بیت مې نظر پرېوت او لکه په اور چې اوبه تویې کړې، ارام یې کړم:
شب صحبت غنیمت دان که بعد از روزګار ما
بسی ګردش کند ګردون بسی لیل و نهار آید
په هغه شپه مې صرف دغه یو بیت ولوست او ورسره بوخت پاته شوم. سبا خو نه ده معلومه چې څوک به ژوندي وي او په چا به خاورې انبار وي نو د ژوند همدا شېبه چې راسره ده، د دې ولې قدر ونه کړم؟ دا دومره لنډ، تېرېدونکی عمر په دومره اوږدو اندېښنو ارزي؟ که د ورځو، شپو په شان هر څه روان دي او نه پاتېږي، اندېښنې ولې پاته شي؟….
د ۱۴۰۴ جدي
سلام
په یوه ټولنه کې خلک ولسمشر ته کنځل کوی، رټی یې او پیښې یې کوی ، استهزا او مسخره کوی یې خو داشخصی عداوت او غچ اخیستلو پورې اړه نه لری دا دیوې ټولنې اجتماعی او یا سوسیو فردی غرض دی هره ټولنه کې دغه معامله شته.دبیان خپلواکی هم دغه موضوع شخصی نه نیسی بلکی دا یو عام معمول دی .زموږ ملا قار بل چېرته دی خو غوسه دلته وباسی: په غرونو ، اوورو اوسړک کې موږ چاته دهیڅ ډول خلاف اجازه نه ور کوو . خوله مو پټه وساتی!
داولې ؟
که یو دحکومت سره دمینې خبره کوی نو دابل ولې دکرکې او قدرت خبرداری ورکوی
دلته خو امنیت سم دی.
داشوه ویره او که اندېښنه؟
استاد محترم په ۲۱ پېړۍ کې دا ملا لکه اوښ دا په کومه روان دی؟
قد افلح من تزکی ………