دوشنبه, فبروري 9, 2026
Homeخبرونهترکمنستان د ایراني بېړۍ ۱۴ تنه سپرلي ژغورلي دي

ترکمنستان د ایراني بېړۍ ۱۴ تنه سپرلي ژغورلي دي

تاند ( پنج شنبه د مرغومي – جدي ۲۵مه) د ترکمنستان چارواکو ویلي، د قزاق سمندر کې یې د ایراني بار وړونکې بېړۍ د عملې ژغورلو عملیات ترسره کړل.

د ترکمنستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې د دغه هېواد سمندري ځواک له بېړني حالت سره د مخامخ کېدو پر مهال  د ژغورنې ځانګړي عملیات ترسره کړل او پکې سپاره کسان یې وژغول.

د یاد وزارت په وینا، د ترکمنستان حکومتي ادارو ټول اړین ګامونه پورته کړل، ترڅو له نړیوالو سمندري مقرراتو سره سم له بېړني حالت سره مخ کسان وژغوري.

په خبرپاڼه کې، ژغورل شوي کسان د هند او ایران اتباع ښودل شوي، خو په دې اړه نور جزیات نه دي وړاندې شوي.

د ترکمنستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې زیاته کړې چې اوس مهال، اړوندې ادارې د نړیوالو اصولو پر بنسټ خپلې پروسې پر مخ وړي، ترڅو د دې ژغورنې اړوند ټول قانوني پړاوونه بشپړ شي.

قزاقستاني چارواکو دا ژغورنه د ترکمنستان د سمندري عملیاتو د پراختیا او سمندري امنیت په برخه کې د دې هېواد د عزم نښه بللې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ادبستان سفر | زهیر سپېڅلی

«ادبستان» د ډاکټر اجمل ښکلي ښه ضخيم اثر دی. کلاسيک خپرندويي ټولني (ننګرهار)، (۱۳۹۶) لمريز کال په ۴۱۳ مخونو کي ۱۱۰۰ ټوکه چاپ کړی دی. دا...