Homeخبرونه‏ننګرهار کې کې د ګاز ډبې چاودنې له امله ۱۴ تنه ټپیان...

‏ننګرهار کې کې د ګاز ډبې چاودنې له امله ۱۴ تنه ټپیان شوي

تاند (پنج شنبه د مرغومي ـ جدي ۲۵مه) د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد وایي، د دې ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ سپین خوړ سیمې یو هوټل کې ګازډبې چاودنه کړې ده.

حماد وایي چاودنه تېر مازیګر شوې او له امله یې ۱۴ تنه ټپیان شوي دي.

د طالبانو ویاند د ګاز ډبې د چاودنې لامل زیات حرارت ښودلی دی.

نوموړی وایي، ټپیان ټول د یوه هوټل شاګردان دي چې د لومړنیو مرستو لپاره روغتیايي مرکزونو ته وړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې، وخت نا وخته دا ډول پېښې پېښېږي چې، لوی لامل یې بې احتیاطي ښودل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...