جمعه, مې 17, 2024
Home+توده جګړه| دولت وزیري

توده جګړه| دولت وزیري

توده جګړه د دوو یا څو متخاصمو هېوادونو او یا ډلو تر منځ مستقیم ټکر ته وايي. کله- کله یې بڼه وړه، خو زیات نور وخت یې لمن پراخه وي، چې د اوږدې مودې لپاره د یوې جغرافیې د بربادۍ سبب کېږي. په جګړه کې د سرتېرو تر څنګ غیرپوځي کسان هم وژل کېږي. کورونه او کروندې ویجاړېږي. ملتونه له بېوزلۍ، لوږې او بدمرغۍ سره مخ کوي. په جګړه کې تر ډېره حده ګټونکی نه وي، ځکه چې د ظاهري ګټونکي اقتصاد ته هم ستر زیان رسېږي او تر ډېرو کلونو پورې نه شي کولای چې خپل اقتصاد ته وده ورکړي او د جګړې ناخوالو ته د پای ټکی کېږدي.

هغه هېوادونه چې د جګړې ترخې یې تجربه کړي، لسیزې څه چې پېړۍ ته اړتیا لري، چې د جګړو له رواني اغېزو ځان وباسي.

په هر شکل چې کېږي هوښیار رهبر ته په کار ده چې خپل مشکلات د سولې په چوکاټ کې د خبرو له لارې حل کړي. کوښښ وکړي چې جګړې ته زړه ښه نه کړي، ځکه د جګړې بل نوم بدمرغي، نېستي او بېوزلي ده. که چېرې پر یوه هېواد جګړه تحمیلېږي او بې له جګړې بله د ستونزو د حل لپاره لاره نه وي، اړینه ده چې په ټول قوت او ټولو مادي او معنوي امکاناتو جګړې ته ور داخل شي. څومره چې ژر کېږي جګړې ته د پای ټکی کېږدي. جګړه باید پرېکنده وي، ځکه اوږده جګړه سرتېري ستړي کوي او د یوه هېواد خزانې تشوي. ګاونډي هېوادونه له غیرقانوني کډوالۍ کړېږي او نړیوال سازمانونه هم د جګړې د مهارولو په هڅو ستړي کېږي.

د ویتنام او امریکا متحده ایالتونو جګړې د امریکا ستر اقتصادي ماشین هم له څرخېدو وغورځاوه او نور يې د جګړې د دوام توان نه لاره. د افغان جګړه يې هم لویه بېلګه ده، پر امریکایانو يې رڼا ورځ توره شپه کړه او نور يې د تښتېدلو لپاره لاره نه لیده. د سوريې، د ایران او عراق تر منځ جګړو هم هغه هېوادونه ښه وځپل، چې تر اوسه يې ناخوالي ګالي.

په روان ۲۰۲۲م کال کې د روسیې او اوکراین جګړه د روسانو او اوکراینیانو په ګټه نه ده، ځکه دواړو خواوو ته روسان دي، یو او بل سره د کاکا زامن دي. دواړو خواوو ته به دوی وژل کېږي، د دوی اقتصاد به له منځه ځي، د دوی هېوادونه به ویجاړېږي. تر څنګ به يې د مشوقو هېوادونو زړې وسلې کارېږي او د جګړې ګټه به هم د هغه چا وي چې دوی يې جګړې ته راکش کړي دي.

د سیمې هېوادونو او ګاونډیو ته يې هم ګټه نه رسېږي. د دې پر ځای چې د جګړې د دوام لپاره تبليغات وشي ښه به دا وي چې د جګړې د پای لپاره هلې ځلې وشي، ځکه جګړه دې ورکه شي او نوم دې ورک شي.

افغانانو چې په تېرو څه باندې ۴۰ کلونو کې یې د جګړو ترخې تجربه کړي، تر هر چا د جګړه ځپلو انسانانو درد درک کوي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب