دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنه: اوکراین سره افغانستان هم څارو او د کور په کور...

اروپايي ټولنه: اوکراین سره افغانستان هم څارو او د کور په کور پلټنو دریدل غواړو

تاند: ( یکشنبه، د کب اتمه) ‏‏اروپايي ټولنه وايي، چې په اوکراین کې د روان وضعیت تر څنګ د افغانستان حالات هم له نيږدې څاري او د طالبانو له لوري د کور په کور پلټنو عملياتو انديښمن کړي دي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر وان بارنت نن په خپله ټویټرپاڼه کې د کور په کور پلټنې د درېدو غوښتنه هم وکړه.

نوموړی وايي: ترهه، د کورونو پلټل، د خلکو نیول او د مختلفو توکمونو او ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی جرم دی او باید سملاسي ودرول شي.

دغه اروپايي مقام طالب چارواکو ته په اشارې سره خبرداری ورکړی، چې نړیواله ټولنه د پوتین له جګړې سره په افغانستان کې طالبان او کړنې یې هم څاري.

نوموړي زیاته کړې، چې نظامیانو په ډېرو مواردو کې ارزښتناک توکي مات کړي او له څان سره یې وړي دي.

يو شمېر نورو خلکو هم د طالبانو له لوري د کور په کور پلټنو مخالفت کړی او دوی یې د خلکو د خصوصي حريم په نقض تورن کړي دي.

طالبانو بيا د دې عملياتو دفاع کړې او د ښو لاسته راوړنو يادونه يې کړې ده.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب