دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهسراج الدين حقاني: زموږ نظام يو نعمت دی، شکر پرې وباسئ

سراج الدين حقاني: زموږ نظام يو نعمت دی، شکر پرې وباسئ

تاند: ( یکشنبه، د کب اتمه) ‏‏‏د طالبانو د کورنيو چارو وزير سراج الدین حقاني خوست ته د سفر پر مهال د یوې دیني مدرسې په فراغت غونډه کې ګډون او وینا کړې ده.

نوموړي فارغو شويو کسانو ته ويلي:(( زموږ مبارزې دوه موخي درلودې چې یوه د اشغال خاتمه او بله د اسلامي نظام حاکمیت و، د لومړنۍ موخې په ترلاسه کولو کې زموږ ولس له سختو‏ازمایښتونو سره مخ او بالاخره بریالی شو، دوهمه مرحله اوس پیل او موږ او تاسو ټول ورسره مخ یو، زموږ هر فرد د دغه هدف د تحقق او استحکام لپاره مسؤل دی.))

د طالبانو د کورنيو چارو وزير دغه راز له خلکو غوښتي، چې د ده په خبره د پردیو رسنیو په څرګندونو او بې ځایه افواهاتو پر ځای زغم کوي، تحقیق دي کوي او یو فردي عمل دي د دوی د حکومت پالیسي نه ګڼي.

سراج الدين حقاني زياته کړې، د دوی عفوه سیاسي نه بلکي شرعي ده، بناء دا نظام یو نعمت دی، ددې نعمت شکر پر ټولو واجب دی.

د حقاني شبکې مشر دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې تر ۲۸ میليونو پورې خلک فقر ځپلي او د خوراک کافي خواړه نه لري.

له دې سره خلک له بې کارۍ او نورو ستونزو هم شکایتونه لري، خو د طالبانو وياندويان او پلویان د طالبانو حکومت د امنيت ټينګولو او قدرت جزيرو ختمولو له کبله ستایي.

7 COMMENTS

  1. حقانی ساب!
    نظام خو مو نعمت نه دئ بلکه ” نحوست ” دئ.
    خو
    ته خپله
    هو
    یو نعمت ئې ( که یو امریکائی ! ته ژوندی پلاس ورسې نو لس میلونه ډالره جائزه به وګټی ).

  2. ښاغليه،
    وايی چې يوې ګيدړې خوبوړې کوتره ونيوله چې ويې خوري. کوترې ورته وويل چې خورې خو مې بې له هغې، خو داسې وکړه چې لومړی شکر اداء کړه او بيا مې وخوره.
    ګيدړې چې خوله خلاصه کړه، نو هغه ترې لاړه والوته او هلته ليرې ترې پر ګټه کېناسته او ګيدړې ته يې مخ کړ او ورته يې وويل :
    هغه خوله دې ورکه شي چې نعمت يې له خوړلی نه وي او دی شکر وباسي.
    ګيدړې ورته په ځواب کې وويل :
    هغه سترګې دې ورکې شي چې وخت د خوب نه وي او دېته خوب ورځي.

    نو حقاني ګله،
    خلک مو له خپل نظامه بيا داسې زړه توري کړل چې شکر پرې لا څه ان چې له خپل ژونده خلک ستړي او بېزاره شول.
    شکر خلک پر څه وباسي؟
    جګړه تا کوله هغه د بل لپاره او هغه اوس واک ته ورسولې، نو درته د جګړې پلمه نشته.
    تا شروع کړې وه او تا کوله.د واک لپاره جنګېدې او واکمن شوې، نو اوس له چا سره جنګيږې؟
    ولس ته د شکر پر ځای به ښه دا وي چې تاسې خدای ته بغارې کړئ چې توبه مو قبوله کړي چې هم مو ولس ومني او هم ګاونډيان ونړيواله ټولنه.
    نه په کور مشروعيت لرې، نه په سيمه او نه نړۍ، نو ولس به څه ستا د نظام شکر ګذاره شي؟
    ښه به دا وي چې تاسې خپله استغفار ته مخه کړئ او هم له ولسه بښنه وغواړئ او هم له ولسه مشروعيت واخلئ چې هغه ټاکنې وکړئ او يا لويه جرګه راوغواړئ چې پښې مو اوبو ته شي.
    تر اوسه خو لا تاسې د اوبو د ځګ په شان ياست.
    تاسې خو هماغه څوک هم لا تراوسه په رسميت نه پېژني چې شل کاله يې د پخوانيو نظامونو پر وړاندې وجنګولئ او نن چې د رښتياو وخت راغی، نو شا ته شول.که نعمت واست، خو ټولو تر مخه به هماغه چا ژر پېژندلی وای چې پوره شل کاله يې پر شا وجنګولئ او نن درڅخه پښه نيولي ښکاري.
    ولس ته چې د نعمت وايئ او د شکر ايستو خبره کوئ، نو ولې له هغه چا نه پوښتئ چې ولې مو په رسميت نه پېژني؟
    هغه مسلماني اوس ستاسې د دواړو ترمينځ همدا شوه چې تاسې يې د رسميت پېژندنې له سختو ستونزو سره مخ کړئ چې نه کورنی او نه بهرنی مشروعيت ترلاسه کولی شئ.

  3. دا څنګه نعمت دی چې ډوډی نشته۔ د تګ راتګ ازادي نشته۔ د شکايت ازادي نشته۔ کار نشته۔ اردو ړنګه۔ بیرغ تر خاورو لاندې۔ نړيوال حيثيت صفر۔

  4. تاسې دې رنګ او نوم ورک سي لا په دې نعمت، چې تر پرونه د نړۍ ټول ټکس افغانانو ته رسيده او تاسې ورته حرام ويل، نن هم د نړيوالو خیرات راروان ده خو خپله دې یوه بوجۍ اوړه چا ندي ليدلي چې له خپل جب نه دې افغانان پې ماړه کړي وي… خو دا هم د افغانانو له خپل خرتوب نه اوس مجبوره دي چې په خپلو د وچې ډوډۍ او چای سره دې وي خوله له شرمه پټه کړي، نور خو ولا ټول ولس دې ته نيژدې شوی چې واښه اوخوري…

  5. تف لعنت په داسي اسلام او ازادي سي د پنجاب غلامان سول. دغه خبیث ته د شرم ځای ده سي داسي خبرې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب