تاند: ( دوشنبه، د کب نهمه) د طالبانو د استخباراتو رياست د ځانګړو عملياتو پر مهال د کابل ولايت د پغمان ولسوالۍ اړوند قرغې سيمه کې د عبد الغفار په نوم یو تن د انسان تښتونکو له منګولو وژغوره.
د طالبانو د اعلامیې له مخې، د دغو عملياتو په نتېجه کې څلور تنه غله ژوندي ونيول شول او يو کس چې په مقاومت يې کاوه، ووژل شو.
د تښتول شوي کس د هويت په اړه څه نه دي ویل شوي.
په وروستيو کې د انسان تښتونې پېښې زیاتې شوې وې، خو طالبانو یې پر ضد د عملياتو او لاسته راوړنو خبر ورکړی.
پرون طالبانو په کابل کې د کور په کور پلټنو د عملياتو په ترڅ کې هم د يوه تښتول شوي کس د خلاصون خبر ورکړ.