دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد کب نهمه، افغان ځوانان په ټولنیزو رسنیو کې د ړنګ شوي...

د کب نهمه، افغان ځوانان په ټولنیزو رسنیو کې د ړنګ شوي ملي پوځ ورځ نمانځي

تاند: ( دوشنبه، د کب نهمه) ‏‏‏‏د کب نهمه، چې د جمهوري نظام په وروستيو کلونو کې د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو د ورځې په توګه نمانځل کېده، نن هم په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو افغان ځوانانو يادونه ورڅخه کړې ده.

ډېرو فعالانو سره له دې، چې د طالبانو له لوري د ړنګ شوي پوځ او نورو ځواکونو له يادونې سره حساسيت موجود دی، خو په خپلو ټولنيزو رسنيو کې د یادو ځواکونو د کارنامو او سرښندنو عکسونه خپاره کړي او خپله مینه یې ورسره څرګنده کړې ده.

د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونه خلکو یوه ستره ملي شتمني ګناه او مینه یې ورسره ښوده.

ياد شوي ځواکونه د طالبانو له واکمنیدو سره وپاشل شول، چې څوک یې پړه خپله د ځواکونو په ناسمې رهبرۍ، څوک په امريکا او ناټو چې دغه ځواکونه يې تمویولول او بيا يې يوازې پړيښودل او څوک یې هم پر طالبانو اچوي او وايي، چې د پاکستان په اشاره یې د افغانستان دا مقتدر ځواک سره وپاشه.

د طالبانو د قطر دفتر مرستيال عباس ستانکزي څو کاله وړاندې په روسیه کې وویل، چې افغان پوځ او نور ځواکونه پردي اجیران دي او دوی به یې له منځه یوسي.

له دې سره، څه موده وړاندې د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وويل چې دوی د امنیتي او دفاعي بنسټونو په له منځه تلو خواشيني دي او نه یې غوښتل چې داسې وضعيت رامنځته شي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو هم د خپل پوځ د جوړولو هڅې چټکې کړي او د دفاع وزارت ویاند یې د دې پوځ د ۸۵ سلنه جوړیدو خبر ورکړی.

طالبانو ويلي، چې د مخکیني پوځ له کادرونو هم په پوځ جوړولو کې ګټه اخلي او په دې ترڅ کې یې یو شمېر پخواني پوځي چارواکي هم پر ځينو دندو ګومارلي دي.

3 COMMENTS

  1. هغه رڼګ شوي نظام او اوردو يو ګوداګي او د پيسو اوردو وو، د اردو اکثريت مشران يي بي سواد ، بي غيرت او غله وو، له دي کبله دا اردو و نشو کولاي چي حتا يوه اووني د طالبان خلاف د امريکا او ناتو د مرستو پرته پښي تينګ کري. نو داسو اردو به د هيواد او د وطن د ناموس څنګه ساتنه وکري؟ نو د دا دول اردو يادول او لمانځل يو دير کم عقلي او خيانت دي. زه د طالبانو ملاتر او يا طالب نه يم. خو دا تولو ته جوته دي چه اردو بايد د طالبانو په ښان اردو وي ، چي د خپل هدف د لاسته راورلو د پاره له ځان څخه تير شي. نه دپيسو دپاره او نه دکوم بل امتياز دپاره. وسلام

  2. غله نه اصلاح کیږي ، د خجالت ځای دی ، هغوی خپله غلا جنایت ، رشوت ، وژنه او خپله بی ناموسانه تیښته تجلیلوي ؟؟؟ تف لانت تف لانت ! هغوی د افغان اولس هلیکوپترې اوز بکیستان او تاجکستان ته وتښتولې ! که امکن یې دخر څېدو وی نو له هغوی یې هم خپل دالر جوړول تف تف لانت پر دې مرداره مذدوره اردو !! وروره هر چا پکښې دالر پيدا کړل زه او ته بې دالرو پاته شوو خو وجدان مو پاک دی !!

  3. دا هسې رواني ناروغان دي چې فېسبوکي نمانځنې کوي. یو شی چې ملي وي، داسې ژر څرنګه د مینځه ځي. دوی په دا ډول اوتو او بوتو کې ډېر تکړه فېسبوکي مهارت لري. تش په نامه ملي اردو د غلا او فساد یو مرکز وو چې د یو شمېر کسانو څخه پرته ټول پکې غله او مفسدین وو. ښه بېلګه یې جنرال پشقل دی چې د ۴۰ څلوېښتو میلینو ډالرو په ارزښت نایټ وېژن ګوګل(د شپې په تیاره کې د لېدو عینکې) یې خرڅې کړې. د تېلو په قراردادونو کې لوی لوی خیانتونه وکړل. دوی د سرتېري تنخواه او قروانه په سمه توګه نه ورکوله او داسې نور. خو بیا هم دا ملي اردو دی. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب