دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهټولګټو وزارت: ټولې نیمګړې پروژې بشپړوو

ټولګټو وزارت: ټولې نیمګړې پروژې بشپړوو

تاند: ( دوشنبه، د کب نهمه) ‏‏‏‏د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت سرپرست ملا عبدالمنان عمري وايي، چې وزارت به یې خپلې ټولې ټولګټې پروژې بشپړې کړي.

نوموړي د کابل- کندهار لويې لارې د جوړېدو له چارو د ليدنې پر مهال وويل چې ټول ويجاړ شوي پلچکونه او پلونه به هم ورغوي.

طالب چارواکي په دې اړه مشخص ارقام نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې يو شمېر لوی سړکونه د نړيوال او اسيايي بانکونو په ګډون نورو مهمو نړيوالو بنسټونو تمويلول.

ځينې شنونکي د دې ژمنې عملي کيدل له پراخو امکاناتو او بوديجې سره تړلی ګڼي.

د يو بل خبر له مخې: د ټولګټو چارو وزارت له بودجې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار اوومې ناحيې اړوند سرخاب پُل ته څېرمه د شاوخوا پنځو ميلیونو افغانيو مالي لګښت د اويا مترو په اوږدوالي د يو استنادي ديوال د جوړولو چارې پيل شوې.

1 COMMENT

  1. نیم ګړی پروژی پوره کول خو ښه کار دی چه وشی ،خو دا تکمیل پروژی او سرکونه د ولاړو اوبو او خټو او واورو د لاسه له منځه ځی ، راشی په لومړی سر کی د موجوده ، شته پروژو مراقبت ته جدی پاملرنه وکړی چه لا زیاتی خرابی او تخریب نشی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب