دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهصالح: ښځو د ط ضد مقاومت د ملاتړ لپاره د خپلو سرو...

صالح: ښځو د ط ضد مقاومت د ملاتړ لپاره د خپلو سرو د پلورلو پريکړه کړې ده

تاند: ( دوشنبه، د کب نهمه) د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امر الله صالح ادعا کړې، چې د افغانستان په يو شمېر سيمو کې د طالبانو له کور په کور پلټنو وروسته د ځينو سيمو ښځو په ډله ییزه توګه د طالب ضد مقاومت د ملاتړ لپاره د خپلو ګاڼو او سرو د پلورلو پريکړه کړې ده.

صالح په یوه لیکنه کې د اروپايي ټولنې د استازي هغه دريځ هم ستایلی، چې ياد شوي کور په کور عمليات یې « جنايت» ګڼلی او په ژر درولو يې ټینګار کړی دی.

امرالله صالح ادعا کوي، چې د طالبانو دغه عمليات د خلکو د لوټلو او قیمتي توکیو د وړلو لپاره دي او په تاريخ کې یې د جنګي جنايت ساری نشته.

 د صالح د ادعا له مخې، د یو شمېر سیمو خلکو سره په اړیکه دی او ورته ویل شوي چې ښځینه وو یې د طالب ضد مقاومت د ملاتړ لپاره د خپلو سرو د پلورلو پريکړه کړې ده.

د صالح څرګندونې د یو شمېر خلکو له توندو غبرګونونو سره هم مخ شوي دي.

ځینو خلکو د یادو عملیاتو او لاسته راوړنو هرکلی یې کړی او ویلي، چې نه باید هرې مسلې ته قومي او سمتي رنګ ورکړل شي.

طالبانو هم د عملياتو په اړه یې تورونه ردکړي او د ښو پايلو يادونه يې کړې ده.

3 COMMENTS

  1. سلام اظهارات غیر مسولانه شما خاینین این تلاشی صورت گرفت شما و خانمهای تان در خارج حالا دل تان یخ نکرده میخواهید که کالای زنهای مردم را هم تلاشی نمایید الله از شما گرفته هیچ زحمت نکش دیگر نه مردم شمال بازی میخورد ونه جنوب نه میلون دالر را که طالب از دزدی شما را گرفت چند فیصد را قبل از سقوط به یتیم های پنجشیر کمک نموده اید

  2. نا صالح ته یوه نږدې کس په ډېر باور او قاطعیت سره وایي چې ناصالح د اسټرالیا د ملبورن ښار ته په یوه نږ دې سیمه کې په شپږ میلیونه اسټرالیایي ډالرو بو ډېر لکس کور اخستی دی. دی دې مهرباني وکړي لمړی دې د خپلې مېرمنې ګاڼه چې د غلا په پېسو اخستل شوې، خرڅه او بیا دې د نورو لنډغرو د ښځو په هکله داسې ښکرور درواغ ووایي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب