دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونههرات: له ایران څخه تښتول شوی کس را خوشې شو

هرات: له ایران څخه تښتول شوی کس را خوشې شو

تاند: ( دوشنبه، د کب نهمه) په هرات کې د طالبانو چارواکي وايي، چې له ایران څخه دغه ولايت ته را تښتول شوی یو تن یې له تښتونکو ژغورلی دی.

د چارواکو په وينا، ياد شوی کس د طالبانو د استخباراتو له لوري را خوشې شوی.

ويل شوي، چې دغه کس څو ورځې مخکې د اسلام قلعه پولې له لارې افغانستان ته را تښتول شوی و.

چارواکو ويلي، چې نوموړی ايرانی وګړی یې په هرات کې د ایران قونسلګرۍ ته سپارلی.

د پېښې په تړاو د يوه کس د نیولو خبر هم ورکړل شوی دی.

څه موده مخکې په نيمروز کې هم له ايران څخه يو تښتول شوی ایرانی را خوشې او خپلو چارواکو ته سپارل شوی و.

ايران يوازينی هېواد دی، چې اتباع یې افغانستان ته را تښتول کيږي او طالبان یې په بيرته پريښودو کاميابیږي.

په افغانستان کې دننه هم د طالبانو له واکمنیدو سره د انسان تښتونې پېښې زیاتې شوي، خو ډېر کسان بیرته طالبانو را خوشې کړي او يو شمېر تورن تښتونکي ېې نيولي يا وژلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب