تاند (دوشنبه، د زمري/ اسد ۵ مه) د نورستان د والي مرستیال فیصل مختار وايي، په دې ولایت کې د تېرې اوونۍ د ویجاړوونکو سېلونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر تر ۳۰ تنو اوښتی او تر اوسه د ۲۰ تنو جسدونه موندل شوي دي.
هغه زیاته کړه، لږ تر لږه ۱۰ نور کسان لا هم ورک دي او د هغوی د موندلو لپاره د لټون عملیات روان دي.
د نورستان په مرکز پارون تو نورو ولسوالیو کې د سرطان میاشتې په ۲۹مه د سختو بارانونو له امله شدید سېلونه راووتل چې د ګڼو انساني تلفاتو ترڅنګ یې سلګونو کورنیو ته هم درانه زیانونه واړول.
د والي د مرستیال په وینا، سېلونو د ولایت زیربناوو ته هم پراخ زیان رسولی دی. هغه وویل، د ولایت په مرکز کې شاوخوا ۱۰ مارکیټونه، چې له ۹۰ څخه زیات دوکانونه پکې وو، ویجاړ شوي، اووه کورونه په بشپړ ډول نړېدلي او ۸۲ نور کورونه زیانمن شوي دي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي و چې دغو سېلونو زرګونه کسان اغېزمن کړي او د سرپناه، خوراکي توکو، څښاک اوبو، روغتیايي خدمتونو او حفظالصحې په برخو کې بېړنۍ اړتیاوې رامنځته شوې دي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و چې د نورستان سېلځپلي د روغتیايي خدمتونو، درملو، پاکو څښاک اوبو او حفظالصحې د اسانتیاوو له سخت کمښت سره مخ دي.
له بلې خوا د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ملي ادارې مرستیال ویاند تاجمحمد همت ویلي چې، په تېرو ۱۵ ورځو کې، یعنې د چنګاښ له ۱۹مې راهیسې، طبعي پېښو په ځانګړي ډول سېلونو په ټول افغانستان کې ۳۴ کسان مړه کړي او ۲۹ نور یې ټپیان دي.
همت زیاته کړې چې، دا سېلونه په کابل، پروان، کاپیسا، پنجشېر، پکتیا، خوست، لوګر، میدان وردګ، زابل، بدخشان، لغمان او نورستان ولایتونو کې راغلي دي.
د هغه په وینا، سېلونو کورونو، زیربناوو او د کرنې سکتور ته پراخ زیانونه اړولي دي.
د معلوماتو له مخې، ۲۶۶ کورونه بشپړه ویجاړ شوي او ۸۱۷ نور کورونه په جزوي ډول ویجاړ شوي دي.
همدارنګه، ۱۳۷ دوکانونه بشپړه ویجاړ شوي او ۳۱ نور دوکانونه زیانمن شوي دي.
همت زیاته کړه چې د دې پېښو په پایله کې، ۲۲۲ د اوبو څاګانې او ۲۸ کیلومتره سړکونه هم ویجاړ شوي، ۲۶۶ څاروي مړه شوي او پر ۷۲۳۳ جریبه کرنیزې ځمکې باندې ولاړ فصلونه او ۷۴۱۰ ونې له منځته تللې دي.