دې ادارې پرون په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دوشنبې په ورځ (د اسد ۵مه) به په نورستان، کونړ، ننګرهار، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې سخت بارانونه وشي.
ادارې ویلي، په یادو ولایتونو کې د ورښت اندازه د ۱۰ او ۲۵ میلیمترو ترمنځ اټکل شوې ده، چې له امله یې په ځینو سیمو کې د ناڅاپي سېلونو خطر هم موجود دی.
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې همداراز ویلي، په مرکزي، ختیځو، جنوب ختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې به د باد سرعت په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې ورسېږي.
دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې نورستان لا هم د تېرې اوونۍ د مرګونو سېلونو له ناورین سره مخ دی. د نورستان د والي مرستیال فیصل مختار ویلي، د دغو سېلابونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر له ۳۰ تنو اوښتی، تر اوسه د ۲۰ قربانیانو جسدونه موندل شوي او لږ تر لږه ۱۰ کسان لا هم ورک دي، چې د هغوی د موندلو هڅې دوام لري.
د چارواکو په وینا، دغو سېلونو د نورستان په مرکز کې شاوخوا ۱۰ مارکیټونه، له ۹۰ څخه ډېر دوکانونه، اووه کورونه بشپړه ویجاړ کړي او ۸۲ نور کورونه یې هم زیانمن کړي دي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي و چې د نورستان سېلونو زرګونه کسان اغېزمن کړي او د سرپناه، خوراکي توکو، پاکو څښاک اوبو، روغتیايي خدمتونو او حفظالصحې په برخو کې بېړنۍ اړتیاوې رامنځته شوې دي.
نورستان د افغانستان له غرنیو ولایتونو څخه دی چې ډېرو برخو ته یې لارې هم نه شته او مرستندویې ادارې وايي، زیانمنو سیمو ته د لاسرسي ستونزې د ژغورنې او د بشري مرستو د رسولو بهیر له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.
افغانستان د اقلیمي بدلونونو له سختو اغېزمنو هېوادونو څخه ګڼل کېږي، او په وروستیو کلونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې ناڅاپي سېلونه، وچکالۍ او نورې سختې اقلیمي پېښې د خلکو د مرګژوبلې او درنو مالي زیانونو سبب شوي دي.